زرنج (پژواک، ١٤ زمری ٩٤): په داسې حال کې د نيمروز ولايت له زندان څخه ٢٠ بنديان خوشې شول او د ١٩ نورو بنديانو د بند په موده کې تخفيف رامنځ ته شو، چې زندانيان د ځاى له تنګوالي څخه شکايت کوي.
دا کسان د کوچني اختر په مناسبت د ولسمشر د ٤٥مې ګڼې فرمان له مخې نن له زندان څخه ازاد شول.
د نيمروز والي انجينر سميع چې د يادو بنديانو د ازادۍ په مراسمو کې خبرې کولې وويل، چې محبس د مجرمينو لپاره د بيا روزنې ځاى دى هغه هيله وښوده چې څومره موده چې بنديان وو، پند يې اخيستى وي او په راتلونکي کې د روغو کسانو په توګه په ټولنه کې ژوند وکړي.
د فهيم په نوم يوه خوشي شوي بندې پژواک خبري اژانس ته وويل چې محبس ورته روزنتون و او غوره ده چې مجرم يو ځل دلته راوړل شي، څو له خپلو ناسمو کړنو پېښانه شي.
هغه زياته کړه: "زه دو نيم کاله د اخلاقي فساد په جرم بندې شوم او دا مهال ډېر خوشحاله يم چې له زندان څخه خوشى شوم."
خو فهيم شکايت وکړ چې زندان خونې خورا تنګې وې او په کومه کوټه کې چې دى و، د پنځو کسانو پر ځاى ١٠ بنديانو په کې ژوند کاوه.
د نيمروز محبس يو مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، په زندان کې د استوګنې غير مناسب ځاى له ټوله ستره ستونزه وبلله او ويې ويل چې د زندان اوسنۍ ودانۍ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ٥٠ تر ٦٠ بنديانو لپاره جوړه شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د نيمروز په زندان کې د نورو ودانيو جوړولو لپاره ٢٠ جريبه ځمکه شتون لري، خو د بوديجې نه شتون له امله د ودانولو څرک يې نه لګېږي.
هغه له دولت څخه وغوښتل چې د محبس د ودانۍ لپاره دې بوديجه تصويب کړي او راولېږي، څو د بنديانو ستونزې هوارې شي.
د يادونې ده، د نيمروز په زندان کې د ١٢ ښځو په ګډون ٥٠٠ بنديان د جنايي جرمونو په جرم بنديان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن