کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د مصر د سويس د دوهم کانال په پرانيستونکي مراسمو کې د ګډون لپاره مصر ته ولاړ.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مصر ته د ډاکتر عبدالله سفر د هغه هېواد د ولسمشر په رسمي بلنه ترسره کيږي.
سرچينې زياته کړې چې د سويس د دوهم کانال د پرانيستې مراسمو ته د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو د ولسمشر، لومړي وزير، شاه او امير په کچه مشران او سياسيون رابلل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومت اجرائيه رييس به د ياد دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د سويس کانال په پرانيسته کې د ګډون ترڅنګ د مصر له صدراعظم، شيخ ال ازهر احمد طيب او د منځني ختيځ، اروپا او افريقا د يو شمېر هېوادونو له چارواکو سره پر دوه اړخيزو اړيکو د اصلي غونډې په حاشيه کې رسمي ناستې ولري.
سرچينه کاږي، ډاکټر عبدالله به همدا راز په مصر کې له مېشتو دريو سوو افغان محصلينو سره هم وګوري او هغوی ته د اسانتيا برابرولو په هدف به يې ستونزې او وړانديزونه واوري.
د سويس دوهم کانال د رغوني کار د مصري ولسمشر عبدالفتاح سيسي له خوا پيل شو چې د لومړي کانال سره په موازې توګه د ۷۲ کيلوميترو په امتداد د يوه کال په اوږدو کې د ۸ اعشاريه ۵ ميليارد ډالرو په مصرف سره جوړ سو.
دغه کانال د مصر په خاوره کې تېريږي او د مديترانې سمندر له، سره سمندرګي سره وصلوي. په دې توګه نو دا کانال د اروپا او اسيا تر منځ تر ټولو لنډه سمندري لاره شمېرل کېدای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن