ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو او د داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو او د داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Aug 2015 - 15:25
طالبانو او د داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Aug 2015 - 15:25

جلال اباد- لښکرګاه (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش او طالبانو تر منځ نښته کې د دواړو لورو ١٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته پرون د هسکې مېنې ولسوالۍ د هارون بابا په سيمه کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ  نښته کې له دواړو لورو ١٠ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

مشرقيوال وايي چې په دې جګړه کې عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دا نښته په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ په همدې ولسوالۍ کې د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريدونو کې د داعش او طالبانو ٦٠ وسله وال وژل شوي دي.

بلخوا په هلمند ولايت کې چارواکي وايي چې د ماين په يوه چاودنه کې په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې يو پخوانى قوماندان وژل شوى دى.

د هلمند د کجکي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار فيض الله اخوندزاده پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو وړمه شپه په دې ولسوالۍ کې د پوليسو پر ماموريت بريد کړى و.

هغه زياته کړه چې د دغه بريد پر مهال د طالبانو يو قوماندان سلمان چې پخوا د داعش قوماندان و، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

نوموړى وايي چې قوماندان سلمان په دغه ولايت کې د داعش د پخواني عمومي قوماندان ملا عبدالرووف خادم زوم دى، خو کله چې خادم ووژل شو، نو دى بېرته له  طالبانو سره يو ځاى شو.

خو د هلمند د سولې شورا رييس فضل باري فياض وايي، د دوى د معلوماتو له مخې په ياده چاودنه کې د قوماندان سلمان دواړه پښې او يو لاس پرې شوي او اوسمهال د پاکستان په کوېټه ښار کې تر درملنې لاندې دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي چې د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د ماهيپر تنګي په سيمه کې يې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.