ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنيز سيستم په بشپړه توګه زوړ او غير ديموکراتيک دى

ټاکنيز سيستم په بشپړه توګه زوړ او غير ديموکراتيک دى

author avatar
6 Aug 2015 - 16:03
ټاکنيز سيستم په بشپړه توګه زوړ او غير ديموکراتيک دى
author avatar
6 Aug 2015 - 16:03

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): "بايد ټاکنيز سرغړونې او درغلۍ له ټاکنيزو جرايمو تفکيک شي او دا برخه د جزا قانون يا ټاکنيزو قوانينو کې مشخصه شي، څو جرم د عدلي تعقيب وړ وګرځي.))

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي چې د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره په ناسته کې پر دې موضوع ټينګارشوى دى.

کمېسيون له تېرې اوونۍ راهيسې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه له نړيوالې ټولنې، مدني ټولنې، پر ټاکنو د څار ادارې له بنسټونو، ښځو او د خلکو له بېلابېلو ډلو او بنسټونو څخه رايې اخيستنې پيل کړې دي.

د ټاکنو کمېسيون د همدغه بهير په دوام نن د حقوقپوهانو، د لويې څارنوالۍ او علومو اکاډمۍ له ستازو سره ناستې ترسره کړې او د هغوى نظرونه او وړانديزونه يې واورېدل.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر ګل محمد مددزي په دې ناسته کې وويل چې د ټاکنو قانون او د ټاکنيزو کمېسيونونو د تشکيل، واکونو او دندو قانون بايد تعديل شي؛ ځکه چې په دواړو قوانينو کې ټاکنيز جرمونه نه دي تعريف شوي، بايد په قوانينو کې دې موضوع ته پام وشي، سرغړونې او درغلۍ له جرايمو تفکيک شي.

هغه زياته کړه چې د ټاکنيزو کمېسيونونو د تشکيل، واک او دندو په قانون کې دې د کمېشنرانو ټاکنه قانوني شي چې د اشخاصو په اراده نه، بلکې افراد د معيارونو پر بنسټ وټاکل شي چې تر اوسه داسې کوم کار نه دى شوى.

حقوق پوه کبير رنجبر وويل چې د اساسي قانون له مخې، هېڅوک هم حق نه لري چې په ټاکنيزو قوانينو کې تعديل راولي؛ ځکه چې د اساسي قانون ١٠٣مه ماده په ډاګه کوي چې د ولسي جرګې په وروستي کاري کال کې پر ټاکنو بحث نه شي کېداى، بايد د ټاکنيزو پروسې پر منځپانګه او تخنيکي او لوژستيکي بهر کې اصلاحات راوستل شي.

رنجبرګفت: ((ټاکنيز سيستم په بشپړه توګه وروسته شوى او غير ديموکراتيک دى چې نه شي کولاى د افغانستان په اوسني وضعيت کې موثر ثابت شي، د دغه سيستم پر بنسټ اکثره خلک نه شي کولاى چې په ملي شورا کې استازې ولري.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون مشر شاه سلطان عاکفي وايي، ټول هغه نظريات چې د بېلابېلو اقشارو له خوا وړاندې کېږي، مطالعه کوي او هغه څه چې کمېسيون يې په خير وګڼي، په خپلو وړانديزونو کې بۀ يې ولسمشر ته وړاندې کړي.

هغه وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د هېواد له بېلابېلو پوړونو سره په ناستو کې رايې اخيستې او تر ټولو زيات وړانديزونه دا دي چې بايد د ټاکنو پروسه رڼه شي او دا پروسه هغه وخت رڼه کېدى شي چې پر ټاکنيز بهير څار او ټاکنيز حوزې لږ تر لږه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره کوچنۍ شي.

عاکفي زياته کړه چې په دې نظرونو کې ټينګار شوى چې بايد د ښځو رول زيات شي او په ځانګړي ډول ښځو په ولايتونو کې غوښتنه درلوده چې د ټاکنو په پخواني قانون کې د ښځو لپاره ٢٥ سلنه څوکيو ونډه ورکړل شوې وه، خو اوسمهال ٢٠ سلنه شوې او بايد دا ونډه ٣٠ سلنې ته لوړه شي.

سرچينې وويل چې په وړانديزونو کې زيات يې د ټاکنو د ډېر لګښت په اړه وو او غوښتنه شوې چې بايد داسې لارې چارې وسنجول شي چې د لګښتونو کچه ټيټه او د روڼتيا کچه لوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.