پخلمري(پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د بغلان ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست د ١٢ جوماتونو سوځول په کلکه وغندل او له طالبانو يې وغوښتل چې ددې کار عاملان د عالمانو شورا ته وسپاري، که نه له دې پرته ثابتوي چې په دې کار کې خپله دوى ښکېل دي.
د بغلان د ارشاد، حج او اوقافو مشر عبدالرشيد مظهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څه کمو لسو ورځو کې د پلخمري ښار ته څېرمه ډنډ غوري سيمه کې ١٢ جوماتونه په درېيو پړاوونو کې سوځول شوي دي.
هغه زياته کړه، جوماتونه په هغه ساحو کې سوځول شوي چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي او طالبان مکليفت لري چې عاملان يې پيدا او ونيسي.
مظهري د جوماتونو سوځول د اسلام او انسانيت خلاف کار بولي او وايي:((طالبان بايد ددې کار عاملان د افغانستان د افغانستان عالمانو شورا ته وسپاري او قانوني چلند ورسره وشي.))
د بغلان د ارشاد، حج او اوقافو مشر زياته کړه چې که طالبان دا کار ونه کړي، نو ښکاري چې دا طالبان خپله د جوماتونو په سوځولو کې لاس لري.
د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير وايي، ددې جوماتونو له ډلې شپږ يې په بشپړه توګه سوځول شوي او ويجاړ شوي، خو د شپږو نورو جوماتونو اور د ځايي خلکو له خوا غلى شوى او يواځي زيان ورسېدلى دى.
دده په خبره، دا جوماتونه د ډنډ غوري په وردګو، اسلام اباد او احمدزي سيمو کې سوځول شوي دي.
د وردګو د سيمې يو اوسېدونکى عبدالمنان وايي چې څلور جوماتونه په لومړۍ د نيازمحمد له خوا چې رواني ستونزه لري سوځول شوي چې وروسته د خلکو له خوا د درملنې لپاره د مزار شريف روغتون ته ولېږدول شو.
هغه زياتوي چې دوه نور جوماتونه د ډنډغوري په قلعه خواجه ساحه کې سوځول شوي چې د عاملانو هويت يې لا تر اوسه نه دى څرګند شوى.
د امنيت امر ادعا کوي چې دا جوماتونه د وسله والو طالبانو له خوا سوځول شوي، خو اخترمحمدعمري چې ځان په ډنډغوري کې د طالبانو قوماندان را پېژني، پژواک ته يې وويل چې طالبان په دې غير اسلامي عمل کې لاس نه لري.
هغه زياته کړه:((موږ هڅه کوو چې ددې کار عاملان پيدا او مجازات کړو.))
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې نه يواځې د جوماتونو د سېځلو مخالف دي، بلکې يو کس يې هم په ډنډغوري کې دجومات سوځولو په تور نيولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن