ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بريدونو او نورو عملياتو کې ٢٩ وسله وال وژل شوي

په هوايي بريدونو او نورو عملياتو کې ٢٩ وسله وال وژل شوي

author avatar
6 Aug 2015 - 14:14
په هوايي بريدونو او نورو عملياتو کې ٢٩ وسله وال وژل شوي
author avatar
6 Aug 2015 - 14:14

پل علم (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): په لوګر او سرپل ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون نهه ويشت طالبان وژل شوي دي.

د لوګر والي محمدحليم فدايي د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان مولوي عبدالواحد بدر په ګډون دوولس طالبان وژل شوي دي.

د فدايي په وينا، د يادو بريدونو پر مهال اته نور طالبان ټپيان شوي هم دي.

والي وايي چې عبدالواحد بدر له څو کلونو را په دېخوا په لوګر ولايت کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول.

د بابوس سيمي اوسېدونکي هجرت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د دوى په کلي جګړه پيل شوه او د سهار تر دريو بجو پورې يې دوام درلود.

هغه وايي چې په دې جګړه کې څرخي او نورو الوتکو هم برخه لرله او له مقابل لوري هم ډزې کېدلې.

د هغه په وينا، سهار خبر شوو چې په دغو بريدونو کې څو طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په لوګر ولايت کې د چټک غبرګون پر قوماندانۍ ځانمرګى بريد شو چې له امله يې درى ملکي وګړي او درى پوليس و وژل شول او دريو پوليسو او يوولسو ډاکترانو په ګډون ٢٦تنه نور ټپيان شول.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبين پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو نن سهار د کوهستاناتو په سيمه کې د " شمشېر۲" په نوم پوځي عمليات پيل کړل.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د طالبانو د يوه قوماندان ابوبکر په ګډون ١٧ طالبان وژل شوي او اته کلي هم د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.