ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ژورنالېزم د اصولو په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ شو

خوست کې د ژورنالېزم د اصولو په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ شو

author avatar
7 Aug 2015 - 15:50
خوست کې د ژورنالېزم د اصولو په اړه روزنيز ورکشاپ جوړ شو
author avatar
7 Aug 2015 - 15:50

خوست (پژواک، ١٦ زمرى ٩٤): د خوست ځينو خبريالانو ته د شخړو په هواري کې د اغېزمن رول لوبولو په اړه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري دوه ورځنى روزنيز ورکشاب جوړ شو.

په سوېل ختيځ کې د يادې کمېټې مسوول فاروق جان منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ورکشاپ کې د کورنيو او نړيوالو رسنيو ۱۵ خبريالانو ګډون کړی و چې پرون پيل او نن پای ته ورسېد.

د ده په وينا، له دغه ورکشاپ څخه يې موخه دا ده، څو خبريالان پوره پوه شي چې د تاوتريخوالي کمول او همدارنګه د ژورنالېزم پر اصولو برابر راپور ورکول د هغوی دنده او مسووليت دی.

منګل وايي: ((خبريالانو ته د دوو ورځو په اوږدو کې د شخړو او تاوتريخوالي په راکمولو کې د رسنيو او خبريالانو د رول او د شخړې د حساسې خبريالۍ په اړه معلومات ورکړل شول.))

هغه زياته کړه، پلان لري چې په راتلونکي کې هم د خبريالانو د وړتياوو د لوړاوي په اړه لنډمهال ورکشاپونه جوړ کړي.

د ياد روزنيز ورکشاپ ګډونوال او په خوست کې د کليد ګروپ خبريال احمدشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې، دا ډول پروګرامونه د خبريالانو د وړتياوو په لوړولو کې مهم او اړين وبلل.

دى وايي: ((که څه هم لنډ مهال دي، خو د محتوا له مخې ډېر ګټور دي. موږ ته دا را ښيي، چې په راپور کې له څومره دقت، بې پرې توب او توازن څخه کار واخلو.))

د خوست د ملي راډيو تلويزون خبريال سيف الله ظاهر وايي، تر دغه ورکشاپ مخکې يې هرې موضوع ته له يوې زاويې کتل، خو اوس پوه شو چې پر يوې موضوع له بېلابېلو اړخونو راپور جوړوېدای شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د بېلابېلو زاويو تر څنګ مو دا هم زده کړل، چې په راپور کې له عادي تېروتنې هم ځان وژغورو، ځکه يوه وړه تېروتنه کولای شي ستره ستونزه رامنځته کړي.))

په دغه ولايت کې د نن اېف اېم سيمه ييزې راډيو خبريال سيد عمر عادل له رسنيو او دغه راز د خبريالانو له ټولنو وغوښتل چې په ولايتونو کې د سيمه ييزو خبريالانو وړتياوو لوړاوي ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه وويل: ((کله چې خبريالان د خبريالۍ پر اصولو پوره خبر شي، کولای شي، حقايقو ته ځان ورسوي او په ښه ډول يې له خپلې رسنۍ خپاره کړي)).

عادل دغه راز وويل، که چېرې خبريالانو ته وخت ناوخت اوږدمهاله رونيز پروګرامونه جوړ شي، تر ډېره بريده به له هغو ستونزو وژغورل شي، چې اوسمهال کله کله ورسره مخ کېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.