کابل ( پژواک، ۱۶ زمری ۹۴ ) د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړونده د قصبې په سیمه کې ډله ییز برید شوی دی.
عیني شاهدان وایي چې دا برید دزمري په ۱۶مه، دماخوستن په شاوخوا لسو بجو پیل شوی دی.
د هدایت الله په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک اژانس ته وویل چې لومړی درنه چاودنه وشوه او ورپسې ډله ییز برید شوی دی.
د نوموړي په وینا، ځانمرګیانو په سیمه کې د کورنیو چارو وزارت اړونده د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پر یوې ادارې برید کړی دی.
په یاده سیمه کې یوه پولیس چې له بریدګرو سره په نښته کې ښکېل دی، د ټیلیفون په لیکه پژواک ته وویل چې د بریدګرو شمیره زیاته ده، له لاسي بمونو، درنو او سپکو وسلو کار اخلي.
د هغه په وینا، یوه بریدګر لومړۍ په دروازه کې چاودنه ورکړه او نورو یې جګړه پیل کړه.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن