جلال اباد ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : د نظراباد علمي او کولتوري ټولنې لخوا دهېواد پېژندل شوي عصبي جراح ډاکټر احمد عبيد مجددي لاسته راوړنې وستايلې.
د اعصابو دغه افغان جراح ډاکټر څو مياشتې مخکې د پاکستان د تر ټولو ستر طبي پوهنتون " University of Health Science " څخه د عصبي جراحۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه او د سرو زرو مډال يې ګټلى و.
د هغه د وياړ او ستاينې په موخه د جلال اباد ښار په سپين غر غونټل کې د نظر اباد علمي او کولتوري ټولنې لخوا نمانځغونډه جوړه شوه، چې پکې پردولتي چارواکو سربېره، فرهنګيانو، پوهنتون استادانو، محصلينو او طبي ډاکټرانو برخه اخیستې وه .
د يادې ټولنې مشر قاضي محمد حسن حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټولنه يې خپلواکه ده او دا ډول غونډي د ټولني د غړيو په خپلو شخصي امکاناتو باندې جوړوي .
هغه زياته کړه، چې ډاکټر عبيد د هېواد لپاره ستر وياړ راوړى دى او له دولت څخه يې وغوښتل چې نوموړى تقدير کړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال ډاکټر احمد عبيد د ټول هېواد لپاره په عصبي جراحۍ کې يو لوی وياړ وباله او زياته يې کړه ،چې دده په راتک سره د سترو عملياتو لپاره له هېواده بهرد افغانانو د تللو مخه نيول شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن