شبرغان(پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): د شبرغان ګاز فابريکې درې ساتونکي په وسله وال بريد کې ووژل شول او يو بل ژوبل شو.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د وسله والو طالبانو يوې ډلې تېر شپه شبرغان ښار ته څېرمه د خواجه ګوګردک فابريکې پر امنيتي پوستې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې بريدګر پر موټرسايکلونو سپاره وو او سيمې ته د امنيتي ځواکونو له را رسېدو وروسته و تښتېدل.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د کانونو او پټروليم وزارت د افغان-ګاز تصدۍ مشر انجنيرعبدالقيوم وويل چې دې امنيتي پوستې د خواجه ګوګردک فابريکې په شاوخوا درې کيلومترۍ کې موقعيت درلود چې د( ٤ نقطې) په نامه يادېږي.
سرچينې زياته کړه چې د پوستو امنيت د فابريکې د کارګرانو له خوا نيول کيږي او دوى په څو ځلې ويلي چې امنيت بايد امنيتي ځواکونه ونيسي، خو دا ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
د شبرغان د ګاز فابريکه څه باندې زر کارګر لري چې د شبرغان ښاريانو ته د ګاز په ورکړې سربېره د بلخ ولايت د سرې او برېښنا فابريکې ته هم د ٩٥ کيلومتره اوږده پايپ لاين له لارې ګاز ورکوي.
پخوا هم د شبرغان د ګاز پر امنيتي پوستو څو ځله وسله وال بريدونه شوي چې کارګرانو او ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن