ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس له ترهګرو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو

د اروزګان د عامې روغتيا رييس له ترهګرو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو

author avatar
9 Aug 2015 - 15:47
د اروزګان د عامې روغتيا رييس له ترهګرو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو
author avatar
9 Aug 2015 - 15:47

ترينکوټ (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د اروزګان مرکزي ملکي روغتون وروسته له هغه وتړل شو چې د ملي امنيت رياست له خوا د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس د فساد په تور ونيول شو.

د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل نن سهار د ملي امنيت له خوا نيول شوی او اوس مهال تر څېړنو لاندې دی.

هغه زياته کړه، پر ډاکتر مياخېل شک دى چې نوموړي د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې ترهګر روزوي او له همدغو مرکزونو پر دولتي ځواکونو او چارواکو بريدونه ترسره کېږي.

د نوموړي په وينا، دغه ادعا د دغه ولايت د محاکمو د رييس مولوي محمد جان له لوري پر ډاکتر مياخېل شوې او اوس په دې اړه ترې څېړنې پيل شوې دي.

د والي وياند ناياب وايي چې د محاکمو د رييس د ادعا له مخې، داسې اسناد په لاس کې لري چی خان اغا مياخېل د دغه ولايت په يو شمېر کلينيکونو کې پاکستانيان پر دندو ګومارلي او ياد کسان په ترهګريزو فعاليتونو کې لاس لري.

د  اروزګان د محاکمو رييس مولوي محمد جان پژواک اژانس ته وويل چې د ډاکتر مياخېل په اړه د يادو تورونو او ادعاوو په اړه اسناد لري.

هغه زياته کړه، څه موده وړاندې له هغې ودانۍ څخه چې د عامې روغتيا د رياست له خوا د ګودام په ډول په کرايه نيول شوې، پر ده بريد وشو چې له امله يې يو ځوان ووژل شو او دى له زوى سره ټپي شو.

د نوموړي په وينا، څو ورځې وړاندې بيا هم د همدې ودانۍ مخې ته دوو موټر سايکل سپرو مخ  پټو کسانو غوښتل چې بريد ترسره کړي، خو بريالي نه شول.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا اړوند ادارو کې يو شمېر بهرنګي وګړي  پر دندو ګومارل شوي چې په اخلاقي فساد هم ککړ دي.

د اروزګان د ولايتي شورا غړي هم وايي چې دوى ته د عامې روغتيا د رييس په اړه شکايتونه شوي دي.

له بلې خوا د دغه ولايت د مرکزي روغتون ډاکترانو د خپل رييس د بندي کېدو په غبرګون کې د روغتون دروازه  تړلې ده.

د روغتون سرطبيب ډاکټر ياد ولي پژواک ته وويل چې دا کار يې د عامې روغتيا رياست د چارواکو په امر ترسره کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.