کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د ځوانانو د همغږۍ او پياوړتيا ټولنه، د ملکي خلکو د وژنو د درېدو او د قانون منګولو ته پر ملکي وژنو د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه کوي.
دغې ټولنې په کابل کې وروستې بريدونه وغندل او "د ملکي تلفاتو، د دولت بې پروايي او د ځوانانو غبرګون" تر عنوان لاندې يې يوه اعلاميه هم خپره کړه.
په تېرو دوو ورځو کې د کابل ښار په شاه شهيد سيمه کې درنه چاودنه وشوه، د کابل په قصبې سيمه کې د ايتلافي ځواکونو پر يو مرکز ډله ييز او د کابل د پنځمې حوزې اړوند سيمه کې د پوليسو پر اکاډمۍ ځانمرګي بريدونه وشول.
له دغو بريدونو د کابل د شاه شهيد د بريد مرګ ژوبله ډېره وه. د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې ١٥عام وګړي وژل شوي او تر ٤٠٠ ډېر ټپيان دي. په پاتې دوو نورو بريدونو کې د ملکي او پوځي کسانو په ګډون ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پوليسو اکاډمۍ او قصبې د بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى خو د شاه شهيد د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د ځوانانو د همغږۍ او پياوړتيا ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېر قربانيان په داسې حال کې ملکي وګړي دي چې له اسلامي او انساني پلوه هېڅوک د بې ګناه او ملکي خلکو د وژنې او ځورونې حق نه لري.
سرچينه ليکي چې په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ پر ډېرېدو ده او د جګړې ښکېلو غاړو په دې اړه خپلې دندې سمې نه دې ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو يو راپور چې د روانې زمري مياشتې په ١٤مه خپور شو، ښيي چې په افغانستان کې په تېرو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې يو سلنه زياتوالى راغلى.
د راپور له مخې، په دې موده کې ١٥٩٢ تنه وژل شوي او ٣٣٢٩ نور ټپيان دي.
د يادې ټولنې په اعلاميه کې راغلي: " ټول ملت، په ځانګړي ډول افغان ځوانان له دې وروسته د ملکي تلفاتو پر وړاندې چوپه خوله نه شي پاتې کېداى او پر وړاندې به يې شديد عکس العمل څرګند کړي."
په اعلاميه کې د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي چې د ملکي کسانو لپاره څرګند تعريف وړاندې او خپلې ټولې هغه ژمنې پوره کړي چې د ملکي خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره يې کړې دي.
يادې ټولنې له وسله والو مخالفينو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو په وژنو تورن کسان تر تعقيب لاندې راولي او هغه بريدونه ودروي چې ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن