ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موټر چپه کېدو  پېښه کې ١٩ تنه ټپيان شول

د موټر چپه کېدو پېښه کې ١٩ تنه ټپيان شول

author avatar
9 Aug 2015 - 10:50
د موټر چپه کېدو  پېښه کې ١٩ تنه ټپيان شول
author avatar
9 Aug 2015 - 10:50

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د ميدان وردګو ولايت اړوند د کابل- کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٩ تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، له کندهاره د کابل پر لور روان د سپرليو يو ٣٠٣ موټر د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په سيمه کې له سړکه وتلى او چپه شوى دى.

د خوږياڼي په وينا، په دې پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون ١٩ تنه ټپيان شوي چې د امنيتي منسوبينو په همکارۍ د دغه ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دى وايي چې د ټپيانو له ډلې د پنځو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د والي وياند د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او ګړندى تګ په ګوته کړ.

د کابل- کندهار لويه لاره يوه له خونړيو لارو ګڼل کېږي چې ډېرى وخت پرې ترافيکي پېښې او جګړې رامنځته کېږي.

څو ورځې مخکې په همدې لويه لاره د غزني ښار اړوند سيمه کې د ٣٠٣ او يوه بل موټر د ټکر له امله ٩ کسان وژل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.