ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : پکتيا ولايت  په بېلابېلو برخو کې بې شمېره ستونزې لري

والي : پکتيا ولايت په بېلابېلو برخو کې بې شمېره ستونزې لري

author avatar
9 Aug 2015 - 17:24
والي : پکتيا ولايت  په بېلابېلو برخو کې بې شمېره ستونزې لري
author avatar
9 Aug 2015 - 17:24

ګردېز(پژواک،١٨زمرى٩٤): د پکتيا والي وايي چې دغه ولايت د امنيت، پوهنې ، ادارې فساد، روغتيا او رغونې ترڅنګ په نورو برخو کې هم بې شمېره ستونزې لري.

دغه څرګندونې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په دې ولايت کې د ښې حکومتوالۍ، امنيت ټينګښت او متوازنې پراختيا په موخه جوړې شوې مشورتي غونډې ته وکړې.

په ياده مشورتي ناسته کې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د مدنې ټولنو غړو او عامو خلکو ګډون کړى و.

ارسلا وويل چې د دې ولايت په ټولو برخو کې د اصلاحاتو په موخه يې په تېرو دوه مياشتو کې له بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناستې کړې دي.

هغه زياته کړه : (( په دې مشورتي ناستو کې چې دپکتيا دستونزو په اړه تر سره شوې تر ديرشو پورې ستونزې او غوښتنې په نښه شوي،چې زيات تمرکز به يې پر امنيت،اداري فساد،د لويو پروژو پر نه شتون ،روغتيا ،پوهنې او ځينې نورو وي.))

د هغه په وينا، يادې ټولې ستونزې به په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريکې کړي ترڅو د حل لارې ورته ولټوي.

په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي مجيب الرحمن څمکني وويل چې د پکتيا په دولتي ادارو کې فساد د دې لامل شوى چې دغه ولايت هيڅ پرمختګ ونه کړي.

هغه زياته کړه : (( دلته په واسطو خلک مقرريږي، اداري فساد ډير زيات دى که يې مخه ونه نيول شي نو په دې ولايت کې به حالات نور هم خراب شي.))

خو د دې ولايت قومي مشر حبيب الله مستان وويل : (( دا ډول ډيرې غونډې شوې دي او وړانديزونه موهم کړي   خو په عملي برخه کې ډير کم کار شوی دی.))

هغه وړانديز وکړ چې د ستونزو اورېدو په موخه نه، بلکې د ستونزو د حل په موخه بايد غونډې جوړې شي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.