اسعداباد- ميدانښار (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): په کونړ کې د کليو پراختيا وزارت له خوا د نږدې شل ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې د دوو پروژو کار پيل شو.
د دغه ولايت د کليو پراختيا رييس محمد جعفر جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه پروژه د ملي پيوستون د ولايتي دفتر ودانۍ ده چې ١٦ خونې او نور ملحقات به ولري.
د هغه په وينا، بله پروژه د ولايت د مرکز اسعداباد ښار اړوند د هجرت په کلي کې د يوه استنادي دېوال جوړول دي چې ١٤٨ متره اوږودوالى، دوه متره پلنوالى او څلور متره لوړوالى لري.
د نوموړي په وينا، پر دواړو پروژو ١٩،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دوى هڅه کوي چې ټولو هغو دولتي ادارو ته چې ودانۍ نه لري، ودانۍ جوړې کړي.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ والي نن د دغه ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې به د مافيا او قاچاق جرړې له منځه يوسي .
هغه زياته کړه، هغه کسان به په قانوني لارو سره مجازات کړي چې په دغو ناروا کړنو کې لاس لري.
د کونړ د والي وياند غني مصمم پژواک ته وويل چې دغه غونډه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په خاطر جوړه شوې وه.
والي وويل چې د پلان له مخې به د هرې ولسوالۍ د خلکو غوښتنو ته توجه وکړي او په دې موخه به د هر مرکزي وزارت او مرستندويو موسسو دراوزي وټکوي.
پر ولسونو يې غږ وکړ چې د ملي امنيتي او دفاعي ځواک په ليکو کې خپل اولادونه ولس او خاورې ته دخدمت په خاطر داخل کړي.
د يادې ولسوالۍ ولسونو د کونړ ولايتي ادارې مشرتابه ته د امنيت د تامين، نشه يي توکو د کښت د مخنيوي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د ١٧ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن