خوست ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د خوست د زياتره سيمو اوسېدونکي د ملي پيوستون د پروګرام د بيارغونې پلې شوې پروژې تر ډېره بريده ګټورې بولي او له مسوولينو غوښتنه کوي چې دغه پروګرام نور هم ګړندی او پراخ کړي.
د مسوولينو په وينا، په خوست کې د ملي پيوستون پروګرام په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې پيل شوی چې تر اوسه يې په يو شمېر ولسواليو کې نږدې ۲زره د بيارغونې کليوالي پروژې پلې شوې دي.
د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک اژانس ته وويل چې د دوی په سيمه کې د ياد پروګرام په چوکاټ کې پلې شوې پروژې تر ډېره ګټورې ثابتې شوې دي.
هغه وويل، که دغه پروګرام نور هم دوام وکړي او دغه راز ګړندی او پراخ شي، ښايي خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اضافي اسانتياوې برابرې شي.
حاجي ګل محمد وويل: ((موږ ته يې ويالې، لښتي، د اوبو ډندونه، پلچکونه او حتی د کليو سړکونه جوړ کړي دي.موږ دېته ورته نورو پروژو ته هم اړتيا لرو. هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به مو ستونزې هوارې شي.))
د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب الرحمن وايي چې که دغه پروګرام د سيمو د اوسېدونکو د جدي اړتياوو پر بنسټ ترسره شي، ډاډه دی چې اغېز به يې څو چنده زيات وي.
هغه پژواک اژانس ته زياته کړه: ((زموږ زياتره ځمکه للمي ده، هيڅ اوبه نه لري. که د ملي پيوستون د پروګرام مسوولين موږ ته ژور څاه ګان وکېندي، کرنيز محصولاتوبه څو برابره زيات شي. اوس باران ته سترګې غړوو.))
په عين وخت کې د دغه ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی غيرشاه بيا په ځينو سيمو کې د ياد پروګرام پر يو شمېر پلې شوو پروژو له دې امله نيوکه لري چې کيفيت ته يې ډېره پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي له مسوولينو وغوښتل چې د پلې کېدونکو پروژو د کيفيت تر څنګ د ولايت د ټولو سيمو تر منځ د پروژو د څرنګوالي انډول په نظر کې ونيسي.
غيرشاه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ سيمه کې ځينې ژور څاه ګان ايستل شوي، خو نيم پاتې دي. سولر يې تقسيم کړي، خو هر چا ته خپل حق ندی رسېدلی. چا ته يې لس سولر ورکړي او چا ته يو، يو.))
د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير محمدعثمان مهيدي پژواک اژنس ته وويل چې د ملي پيوستون د پروګرام اغېزمنتوب ته په کتو غواړي دغه پروګرام نور هم اوږد کړي.
هغه زياته کړه: ((همدا سږ کال د صبري، باک، تريزايي، موسی خېل، نادرشاه کوټ، ګربز او تڼيو ولسواليو په ۲ سوه کليو کې د نږدې ۴ سوه ميليونو افغانيو په لګښت، کابو ۶۶۳ پروژې تر کار لاندې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن