ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې يوه ځوان ليکوال  ځان وژنه کړې

بلخ کې يوه ځوان ليکوال ځان وژنه کړې

author avatar
11 Aug 2015 - 11:59
بلخ کې يوه ځوان ليکوال  ځان وژنه کړې
author avatar
11 Aug 2015 - 11:59

مزار شريف (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت يوه اوسېدونکي، ليکوال او ژورنالېست حامد مقتدر ځان وژنه کړې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې په مزارشريف ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د حامد مقتدر په نوم يوه ليکوال او ازاد خبريال تېره شپه ځان زندۍ کړى او خپل ژوند ته يې د پاى ټکى اېښى دى.

د نوموړي په وينا، مقتدر چې اصلي نوم يې  سيد اسرار و، کومه ښکاره ستونزه نه لرله او کورنۍ يې منلې چې هغه ځانوژنه کړې ده.

دراني وويل چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې د مقتدر جسد ورته د شپې په يوه نيمه بجه ور وړل شوى دى.

د نوموړي په وينا، د دوى له څېړنو او معايناتو معلومه شوه چې هغه ځانوژنه کړې ده.

د بلخ ولايت يوه خبريال حبيب نجفي زاده چې حامد مقتدر له نږدې پېژني وايي، چې هغه ٢٥ کاله عمر درلود، څلور کاله مخکې يې واده کړى او دوه اولادونه هم لري.

نوموړى وايي چې هغه ډېر زيات اقتصادي ستونزې درلودې او کېداى شي د ځان وژنې لامل يې همدا وي.

د نجفي زاده په وينا، مقتدر له يو شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو سره د ازاد خبريال په توګه دنده ترسره کړې خو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې بېکاره و.

دى وايي چې د هغه تر ٢٠ پورې شعري او نثري اثار تر اوسه چاپ شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.