ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په غزني کې څلور انجنيران وژلي

طالبانو په غزني کې څلور انجنيران وژلي

author avatar
11 Aug 2015 - 10:23
طالبانو په غزني کې څلور انجنيران وژلي
author avatar
11 Aug 2015 - 10:23

غزني ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له غزني ولايت څخه تښتولي څلور انجنيران وژلي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه څلور انجنيران د تېرې پنجشنبې په ورځ له جغتو ولسوالۍ وتښتول او بيا يې خوږياڼو ولسوالۍ ته لېږدولي وو.

هغه زياته کړه چې وسله والو دغه کسان تېره شپه وژلي او مړي يې نن سهار د غزني ښار اړوند د اسفنده په سيمه کې اچولي وو چې د سيمې د اوسېدونکو په خبره، پوليسو ترلاسه کړي دي.

د غزني د والي وياند د دغو انجنيرانو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د  غزني يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې يادو انجنيرانو په هغو پروژو کې دنده ترسره کوله چې په ولسواليو کې دولتي ادارو ته ودانۍ جوړوي.

بلخوا د غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي پژواک ته وويل چې وژل شوي انجنيران د دغه ولايت د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د يوه بل خبر له مخې، نن سهار په غزني ښار کې د کابل – کندهار لويې لارې ته نږدې چاودنه شوې ده.

د والي وياند شفيق ننګ وايي چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي چې د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.