فيروزکوه (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په غور ولايت کې په يوه کلي بريد کړى، دوه ملکي وګړي يې ژوبل کړي، پنځه نور يې تښتولي او ددې ترڅنګ يې څو کورونه او درمندونه سوځولي دي.
دا پېښه تېره شپه د دولتيار ولسوالۍ په نوي سپند کلي کې رامنځته شوې ده.
د دولتيار ولسوال محمد موسى کليم وايي چې طالبانو پر دې کلي د بريد پر مهال لاسي بم غورځولى چې له امله يې يوه ښځه او يوه ١٢ کلنه نجلۍ ژوبلې شوې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دوه د استوګني کورونه او د غنمو درمندونه سوځولي، پنځه کسه او ٦٠٠ څاروي او ٢٥٠ زره افغانۍ يې له ځايي خلکو وړي دي.
کليم زياته کړه چې دا پنځه کسه نن خپل کلي ته را ستانه شول، خو څرګنده نه ده چې را خوشي شوي که را تښتېدلي دي.
د ولسوال په خبره، ځايي خلکو د ځان ساتنې لپاره څلور ميله وسله لرله چې طالبانو ترې وړې ده.
د دولتيار ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي وويل:((د نوي اسپند کلي خلک غريب دي چې له لعل و سرځنګل ولسوالۍ له خلکو څخه ځمکې په اجاره نيسي او د کښت له لارې يې خپلې اړتياوې پوره کوي.
خو هغه وويل چې طالبانو د دوى مالونه لوټلي او ځورولي يې دي.
ناطقي له دولت نه وغوښتل چې د خلکو د مال او ځان د خونديتوب لپاره جدي اقدام وکړي او وسله والو مخالفينو ته دې د دې اجازه نه ورکوي چې خلک وځوروي.
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمد زمان وويل چې سيمې ته پوليس استول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې په سبب پنځه کسه ژوبل شول او د خوراکي او سون توکو پنځه زېرمې وسوځول شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن