ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرشک کې د طالبانو خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي

ګرشک کې د طالبانو خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي

author avatar
11 Aug 2015 - 15:04
ګرشک کې د طالبانو خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي
author avatar
11 Aug 2015 - 15:04

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ په خپلمنځي نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګرشک ولسوال محمد فهيم موسى زوى د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د کلا ګز په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې طالبانو د یوه قاچاقبر تریاک څه موده وړاندي له سیمې تېرول چې امنیتي ځواکونو ونیول ، وروسته د دوی تر منځ داسي ګنګوسي  شوي چې ګنې دا یوې ډلې امنیتي ځواکونه په لوی لاس پرې خبر کړي ز

د نوموړي په وينا، په همدې موخه ددوى ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې دري تنه ووژل شول او دوه ټپیان شول

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى د ګرشک ولسوالۍ په ياده سيمه کې دوه  تښتونکي چې يو يې قاتل هم و، اعدام کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.