ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د حکومت له دريځه ملاتړ وکړ

حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د حکومت له دريځه ملاتړ وکړ

author avatar
12 Aug 2015 - 18:14
حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د حکومت له دريځه ملاتړ وکړ
author avatar
12 Aug 2015 - 18:14

کابل (پژواک، ٢١ زمری ٩٤): حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړ او ګواښ يې وکړ چې پاکستان به د ظلم، ګواښ او د افغانستان د ويجاړولو له لارې هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.

پخواني ولسمشر چې نن يې د ځوانانو نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې خبرز کولې، وويل چې افغان ولس د پاکستان خلک دوستان او وروڼه بولي او د دواړو هېوادونو ملتونه خپلو کې هېڅ راز اختلاف نه لري.

هغه زياته کړه: "د پاکستان ملت له هر اړخه له افغان ملت سره دوست او ورور دى او کله چې موږ له ستونزو سره مخ وو او پخواني شوروي اتحاد زموږ پر خاوره يرغل کړى و، نو د پاکستان ملت خپل کورونه په ورين تندې له موږ سره شريک کړل او هلته مو د کډوالو په توګه له پت نه ډک ژوند درلود."

خو کرزي د پاکستان پر وړاندې د حکومتي مشرانو له پياوړي دريځه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ وويل چې افغانستان د پاکستان له استخباراتو او پوځ څخه ګيله من دى، هغوى دي چې زموږ پر ولس ظلم روا ګڼي، هغه د پاکستان پوځ او استخباراتو ته ګواښ وکړ چې هېڅکله د ظلم، د افغانستان ويجاړولو او ګواښونو له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلى، خو د دوستۍ له لارې کولى شي.

وروسته له هغه چې په کابل د چاودنو له امله څه باندې ٥٠ کسان ووژل شول او تر ٥٠٠ نور ټپيان شول، ولسمشر غني د پاکستان پر وړاندې سخت دريځ خپل کړ او ګواښ يې وکړ چې د ياد هېواد له خاورې د جګړې اعلان له افغانستان سره ښکاره دښمني ده.

همداراز د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وايي چې په تېرو لسو مياشتو کې د پاکستان له اړخه د افغانستان د سولې له بهير او تروريزم سره د مبارزې په برخه کې هېڅ راز همکاري نه ده شوې.

پخواني ولسمشر له افغانستان سره له ژمنو هېوادونو څخه هم غوښتنه وکړه څو حقيقت څرګند کړي، کله له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له ناکامۍ سره مخ وي، د سيمې له پياوړو هېوادونو چې په هم دې درد او رنځ اخته دې مرسته وغواړي او که په دې مبارزه کې ناکام نه دي او ځان بريالى بولي، نو هغه چا چې قرباني ګاللې او هغه څوک چې له تروريزم نه ملاتړ کوي له دواړو سره دې يو ډول چلند نه کوي.

هغه ټينګار وکړ چې غربي او امريکايي سياستمدارانو تل په رسنيو کې ويلي چې د پاکستان استخبارات د ترهګرۍ بنسټ اېښودونکي او تمويلوونکي دي خو که په دې خبرو باور لري نو د تروريزم له ملاتړ کوونکو سره دې مالي مرستې نه کوي بايد خپل دريځ څرګند کړي نو له دې پرته به افغان ولس هم له هغوى سره ودرېږي.

کرزي زياته کړه: "له امريکا او پاکستان سره دوستي غواړو، خو د يو ملت په توګه دا زموږ حق دى چې برخليک مو روښانه وي چې کوم لور ته روان يو او د څه لپاره قرباني ورکوو؟"

دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي د خپل حکومت پر مهال د سولې لپاره پاکستان ته څه باندې ٢١ سفرونه وکړل خو مطلوبه پايله يې نه وه.

پخواني ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې وويل: ((د افغانستان بدغوښتونکي بايد پوه شي چې په يوه ټپ نه بلکې په زرګونو ټپونو هم نه يو لوېدلي، دېرش کاله کېږي چې جګړه کې ژوند کوو، خو لا هم يو سرلوړى، ژوندى او خوشحاله ملت يو، خپل مړى او شهيد خښوو، ژوند او کوښښ کوو او خپل وطن ابادوو، ستاسې ځوانانو شتون نن د افغانستان د همدغه ځواک د حقيقت څرګندوى دى.))

هغه وويل: ((د افغانستان دا ځواک (ځوانان) بايد صيقل او تېز شي، غوټه خلاصوونکي شي، د دغه کار غيرت لرو او زموږ په څېر غيرتي ملتونه په نړۍ کې ډېر کم دي، خو نن تن په تن جګړه او مجادله نه ده، که تن په تن وي، نو د نړۍ هر هېواد په ځانګړي ډول زوروره امريکا، په دوو ورځو کې خپل بيراغ په امريکا کې دروو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.