ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل دولتي روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د کابل دولتي روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي

author avatar
12 Aug 2015 - 15:04
د کابل دولتي روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي
author avatar
12 Aug 2015 - 15:04

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤: د کابل دولتي روغتونونه د درملو د کمښت په سبب داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش پرې کړى، خو ماليې وزارت وايي چې دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

د هېواد د اساسي قانون د ٥٢ مې مادې پر بنسټ، دولت د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او درملنې  وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تامينوي، خو اوسمهال د کابل روغتونونو د داخل بستر ناروغان اړ دي چې خپل د اړتيا وړ درمل له بازار نه وپېري.

به کابل کې د ابن سينا بېړني روغتون مشر ډاکټر رحمت د تېرې يکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې په روان کال کې يې درمل، روغتيايي توکي لکه بنداژ، پېچکاري او نور چې هر کال د عامې روغتيا وزارت له خوا چمتو کېږي، نه دي پېرل شوي.

نوموړي وويل چې په دې روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په سبب له تېرو پنځو مياشتو راهيسې داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش بند شوى او ناروغان اړ دي چې  د اړتيا وړ درمل له بازاره وپېري.

هغه زياته کړه چې د روغتون مشرتابه پلاوى د عامې روغتيا وزارت په لارښوونه د تېر کال د يوې کمې اندازې پاتې درملو نه کار اخلي او اوسمهال يواځې د بېړنيو ناروغانو برخې ته درمل او اړين توکي ورکول کېږي.

د ده په خبره، دا ستونزه د کابل په ټولو دولتي روغتونونو کې شته او که چېرې ډېر ژر حل نه شي، نو جدي ستونزې به پيدا کړي.

د ده په خبره،  که چېرې د اړينو روغتيايي توکو او درملو د پېرلو لپاره بوديجه هم ځانګړې شي، د عامې روغتيا وزارت نه شي کولى چې د روان  مالي کال تر پايه (د ليندۍ مياشتۍ پاى) پورې د اړتيا وړ درمل سمپل کړي او وپېري.

د خيرخانې د ١٠٢ بستريز روغتون مشر ډاکټر فضل محمد ابراهيمي هم د دې ستونزې پخلى وکړ او ويې ويل چې اوسمهال دغه روغتون ته هېڅ ډول درمل او مصرفي روغتيايي توکي نه دي پېرل شوي.

هغه هم زياته کړه چې په دغه روغتون کې د داخل بستر ناروغانو ته د درملو وېش بند شوى او يواځې د بېړنيو پېښو لپاره د تېر کال له زېرمو ګټه اخيستل کېږي.

د دغه روغتونونو مشران وايي چې درمل او مصرفي روغتيايي توکي ځکه روغتونونو ته نه دي پېرل شوي چې نړيوال بانک عامه روغتيا وزارت ته پيسې نه دې ورکړې.

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي چارو د ښه والي سلاکار ډاکټر خواجه قمرالدين صديقي هم د دې پخلى وکړ چې د بستري ناروغانو لپاره د درملو وېش پرې شوى دى.

نوموړي څرګنده کړه، که چېرې دا ستونزه دوام پيدا کړي او د درملو د تدارک لپاره زمينه مساعده نه شي، نو د عامې روغتيا وزارت به اړ شي چې پر بېړنيو ناروغانو هم وړيا درمل بند کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.