ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: ترهګرې ډلې له ځوانانو د وسيلې په توګه کار اخلي

غني: ترهګرې ډلې له ځوانانو د وسيلې په توګه کار اخلي

author avatar
12 Aug 2015 - 20:34
غني: ترهګرې ډلې له ځوانانو د وسيلې په توګه کار اخلي
author avatar
12 Aug 2015 - 20:34

کابل (پژواک، ٢١زمرى ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ترهګرې کړۍ خپل پروګرامونه د ځوانانو پر مټ پلي کوي او هڅه کوي، چې له دې ځواک څخه په ګټې اخيستو په سيمه کې خپلو مخو ته ورسېږي.

نن د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره سمون لري، چې هر کال نمانځل کېږي، کابل کې هم دا ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوړو دولتي چارواکواو سياسي شخصيتونو  په ګډون ونمانځل شوه.

په دې مناسبت د ولسمشر اشرف غني پيغام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي له لوري ولوستل شو، دا ورځ يې ځوانانو ته مبارک ويلې او زياته کړې يې ده، چې ځوانان د ټولنې ځواک او ځواني د عمر تر ټولو غوره دوره ده او کولى شي، چې د هېواد په پرمختګ او پراختيا کې ارزښتمن رول ولوبوي.

نوموړي ويلي: "ځوانان د ټولنې زيان منونکې پرګنه ده، د بېلګې په توګه د تاوتريخوالي او ناامنيو ډېر قربانيان ځوانان دي."

ولسمشر غني څرګنده کړې، چې د تاوتريخوالو او جګړو زياتېدل، د ټولنې د نورو پرګنو په پرتله د ځوانانو پر روحيې زيات  منفي اغېز کوي، نن د جګړې دواړو غاړو کې ځوانان وژل کېږي، ناوړه اقتصادي سيستم دې قشر ته زيان اړوي، په اقتصادي سيستم کې  مافيا او ويجاړوونکې ډلې له ځوانانو څخه د وسايلو په توګه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي او په ترڅ کې يې ځوانان قرباني ورکوي.

نوموړي په خپل پيغام کې زياته کړې، چې ترهګرې ډلې خپل پروګرامونه د ځوانانو پر مټ عملي کوي او هڅه کوي، چې له دې ځواک څخه په استفادې خپلې موخې تر لاسه کړي.

ولسمشر په ډاګه کړې: "د دولت او ولس مسووليتونه د پخوا په پرتله د ځوانانو په وړاندې زيات شوي دي، کوم زيانونه چې ځوانان ورسره مخ دي، نو اړين بولو چې د ځوانانو د استعدادونو او ظرفيتونو د پياوړتيا او غوړولو په موخه کار وشي، څو د هغوى په وړاندې د ويجاړوونکو پرتو زيانونو مخه ونيول شي."

په پيغام کې راغلي، چې بنسټيز او اوږدمهالي پروګرامونه کولى شي چې حکومت  د ځوانانو په ژوند کې د اصلاحاتو او بدلون راوستلو ته يوه اندازه نږدې کړي.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وويل، ځوانان ځانګړى استعداد لري او د دې وړتيا لري چې په بېلابېلو ډګرونو کې لاس ته راوړنې ولري، خو  يواځي ملي يووالي او ورورولۍ ته اړتيا ده.

د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار احمدضياء مسعود وويل، افغانستان له ١٣ کلونو څخه وروسته په بېلا بېلو برخو کې د ژور بدلون شاهد دى او  د ژوند په ټولو ډګرونو کې د يوه نوي نسل رامنځ ته کېدل، د وياړ او خوشحالۍ ځاى دى.

هغه زياته کړه: "نن زموږ ځوانان د هېواد په اقتصاد، سياست او اداره کې شامل دي او غواړي چې هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په لور بوځي، ځوانان نن له هېواد څخه د دفاع په موخه د امنيتي ځواکونو په اډانه کې ستره قرباني ورکوي."

مسعود يادونه وکړه، چې افغان ځوانان د هېوادپالنې د احساس له مخې له هېواد څخه د دفاع په موخه له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په خاطر قرباني ورکوي او د وياړ ځاى دى، چې په اوس وخت کې داسې ځوانان شتون لري چې له هېواد، ملي حاکميت، ديني  او ملي ارزښتونو نه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.