ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره پاکستان ته د مېوو صادرات کم شوي

له کندهاره پاکستان ته د مېوو صادرات کم شوي

author avatar
12 Aug 2015 - 13:55
له کندهاره پاکستان ته د مېوو صادرات کم شوي
author avatar
12 Aug 2015 - 13:55

کندهار  (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي، پاکستان د افغانستان د لندې مېوې پر صادراتو ماليه لوړه کړې چې له امله يې دغه هېواد ته د مېوې د صادرولو کچه نيمايي راکمه شوې او سوداګر يې سخت زيانمن کړي دي.

پاکستان له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکې لندې مېوې داسې مهال ماليه لوړه کړې چې په کندهار کې د انګورو، خټکيو او نورو مېوو د حاصلاتو وخت دى او په اوسنيو شرايطو کې پاکستان د دغو محصولاتو لپاره يوازېنى مارکېټ ګڼل کېږي.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستان له دغه ولايته پر صادرېدونکې لندې مېوې ماليه لوړه کړې چې له امله يې سوداګرو ته سخت زيانونه اوښتي او دغه هېواد ته يې د مېوې صادرات کم کړي دي.

هغه زياته کړه، پاکستان پخوا پر لس ټنه مېوه ٢٥ زره افغانۍ ماليه اخيسته، خو اوس ٧٥ زره افغانۍ اخلي چې افغان سوداګر يې د ورکولو توان نه لري.

د نوموړي په وينا، دغه ماليه داسې مهال لوړه شوې چې په کندهار کې د انګورو، خټکيو، هندواڼو او نورو مېوو د حاصلاتو وخت دى او افغان سوداګر يې د پلورلو لپاره بديل مارکېټ او لار نه لري.

دى وايي، له همدې امله ډېرى باغ لرونکي او سوداګر اړ شوي  چې پاکستان ته د مېوې صادرات ودروي او په کور دننه يې په ډېره ټيټه بيه وپلوري.

د ناني په خبره، له هغه وروسته چې پاکستان د افغانستان پر لنده مېوه ماليه لوړه کړې، دغه هېواد ته په مېوه بار٢٠ موټرونه ځي، په داسې حال کې چې پخوا هره ورځ ٤٠ موټره تلل.

نوموړى زياتوي، دغه ٢٠ لارۍ مېوه هم د هغو سوداګرو له خوا پاکستان ته وړل کېږي، چې وار له مخه يې له پاکستاني سوداګرو سره قراردادونه کړي، له هغوى يې پيسې اخيستې او مجبور دي چې مېوه صادره کړي.

د لندې مېوې دغه سوداګر يادونه وکړه چې پاکستان تل د مېوې د حاصلاتو د رسېدو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لار تړي او کله ماليه لوړوي چې په دې توګه غواړي د افغانستان اقتصاد ته زيان واړوي.

ده له دولت څخه غوښتنه وکړه چې افغان سوداګرو ته دې د مېوې د صادراتو لپاره بديله لار ولټول شي؛ ځکه پاکستان د هغوى د محصولاتو لپاره ډاډمن مارکېټ نه شي کېداى.

هغه زياته کړه، غوره دا ده چې حکومت د ايران د چابهار بندر او د تاجکستان هېواد له لارې د مېوې صادراتو ته زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.