ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: پاکستان د سولې د خبرو په نوم افغانان غولوي

مسعود: پاکستان د سولې د خبرو په نوم افغانان غولوي

author avatar
12 Aug 2015 - 15:45
مسعود: پاکستان د سولې د خبرو په نوم افغانان غولوي
author avatar
12 Aug 2015 - 15:45

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د اصلاحاتو او غورې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازى وايي چې د پاکستان له خوا د سولې په نوم مصنوعي پروسې د افغانانو د غولولو لپاره ترسره کېږي.

احمدضياء مسعود نن د ځوانانو نړيوالې ورځې په ناسته کې وويل، د سولې پر پروسه بايد ډېره عقيده ونه لرو، د پاکستان له خوا دا ټولې پروسې مصنوعي دي او غواړي چې افغانستان تېر باسي.

هغه د سولې پر بهير نيوکه وکړه او ويې ويل چې پاکستان يوه ترهګره ډله مخکې کړې او افغان دولت ته وايي چې له هغوى سره سوله وکړي.

مسعود زياته کړه: ((د تاريخ په اوږدو کې ايډيالوژيکو حکومتونو تل داسې بنسټ پالې ډلې رامنځته کړې چې هېڅکله هم نه غواړي له نورو سياسي او ټولنيزو ډلو سره هوکړې ته ورسېږي.))

د پاکستان په کوربه توب، د امريکا او چين په منځګړيتوب د سولې لومړى پړاو خبرې د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه په اسلام اباد کې ترسره شوې او ټاکل شوې وه د زمري په ٩مه دويم پړاو خبرې هم وشي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې د خبر له راپورته کېدو وروسته دا پروسه وځنډېده.

خو د طالبانو نوي مشر ملااختر محمد منصور د سولې د خبرو پر ځاى پر جګړه ټينګار کړى.

مسعود وويل، دا سمه نه ده چې يوه جګړه ماره ډله خپلې غوښتنې په يوه دېرش ميليوني ملت په زور وتپي، که چېرې له دې ډلې سره د سولې خبرو ته کېني، پاکستان بيا سبا ورځ څلوېښت نورې ډلې جوړې کړي.

هغه زياته کړه: ((دا ډېره ستونزمنه ده چې افغانستان په پاکستان کې د جوړې شوې مذهبي، سياسي او ترهګريزې ډلې سره يوه سياسي تفاهم ته ننوځي، پاکستان موږ د سولې په څېر اخلاقي او عاطفي مسايلو کې بوخت ساتي او خپله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترهګريز بريدونه او چاودنې کوي.))

د ده په خبره، پاکستان په تېرو ٩ مياشتو کې حکومت په همداسې غولوونکو سياستونو غولولى دى.

هغه زياته کړه چې په تېرو څه باندې دريو لسيزو کې چې افغان ملت هر وخت د يوه پياوړي حکومت او اردو د جوړولو لپاره هوډ کړى، څو امنيت راولي او له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا شي، نو له بده مرغه چې د پاکستان له اړخه ويجاړ شوى دى.

مسعود وويل چې پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې يو با ثبات حکومت رامنځته شي، په همدې سبب ده چې د ترهګرو ډلو له خوا غواړي خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي او يا هم لاسپوڅي حکومت رامنځته کړي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه وويل: ((پاکستان غواړي چې د افغانستان پراخ ساحې د ترهګرو په وسيله ونيسي او د سيمې په کچه ترې د ترهګرو لوى مرکزونه جوړ کړي، څو هم حکومت تر فشار لاندې ونيسي او يا هم د مرکزي اسيا له هېوادونو باج واخلي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.