هرات ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د هرات ولايت يو قومي مشر وژلى دى.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى قومي مشر حاجي ظريف نومېده.
هغه زياته کړه چې نوموړى تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې کې د نامعلومو وسله والو له خوا ترور شوى دى.
د حيات په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته کله چې حاجي ظريف له جومات څخه د خپل کور پر لور روان و، چې په لاره کې نامعلومو وسله والو پرې بريد کړى دى.
دى وايي چې بريدکوونکي په تېښته بريالي شوي او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترورونو پېښې زياتې شوې دي.
ملګرو ملتونو هم څو ورځې مخکې په خپل شپږ مياشتني راپور کې د ملکي وګړو تر څنګ د چارواکو او قومي مشرانو پر ترور هم اندېښنه ښودلې ده.
ملګري ملتونه وايي چې د روان زېږديز کال په تېرو شپږو مياشتو کې د تېر کال په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې يواځې يوه سلنه زياتوالى راغلى دى. په دې موده کې ٤٩٢١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ١٥٩٢ وژل شوي او ٣٣٢٩ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يوناما په راپور کې راغلي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې هم ٥٧ سلنه زياتوالى راغلى دى.
په دې موده کې ٤٤٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥٩ نور ټبيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن