ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په موسى کلا کې ٩ پوليس وژل شوي

په موسى کلا کې ٩ پوليس وژل شوي

author avatar
12 Aug 2015 - 17:19
په موسى کلا کې ٩ پوليس وژل شوي
author avatar
12 Aug 2015 - 17:19

لښکرګاه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې نهه پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوې توطيې په ترڅ کې تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې نهه تنه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

نوموړي د يادې توطيې په اړه څه ونه ويل، خو وايي، چې طالبانو د پوليسو يوه پوسته نيولې وه او وسلې يې هم وړې دي.

د هلمند ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسوول بشيراحمد شاکر بيا وايي، چې وسله والو طالبانو د موسى کلا پر دوو پوستو بريدونه کړي او ١٥ پوليس يې وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو په درېيو ټانکونو چې پخوا يې له پوليسو نيولي وو، د پوليسو دوو پوستو ته ورغلي او هغوى ته يې ويلي، چې دوى د قوماندان رازق کسان دي، بيا يې په يوه پوسته کې ١٤ او په بله کې يې يو پوليس وژلى دى.))

بلخوا وسله والو طالبانو ويلي، چې نن سهار د موسى کلا ولسوالۍ د لنډۍ ناوې په سيمه کې يې د پوليسو پر پوستې بريد کړى، ٩ پوليس يې وژلي او د هغوى وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د يادونې ده، پرون او وړمه ورځ هم د دغه ولايت په دوو پېښو کې ١٢ پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي وو.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.