کابل ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد د جدي مبارزې او سولې خبرو لپاره د افغانستان لوړ پوړى پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
وروسته له هغه چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې خونړي بريدونه وشول او په کې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، ولسمشر په يوه خبري کنفرانس کې ددې پېښو تر شا د پاکستان لاس ياد او په ډاګه يې کړه چې له پاکستان څخه د جګړې پيغامونه راځي.
ولسمشر په دې خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې پاکستان د جدي خبرو اترو لپاره يو پلاوى اسلام اباد ته لېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي پرون پژواک اژانس ته ويلي و چې د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني کوي او ورسره په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير معصوم ستانکزى او د ملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل ملتيا کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني نن د زمري په ٢٢مه، په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې افغان پلاوى غرمه مهال اسلام اباد ته تللى دى.
هغه هيله څرګنده کړه چې د دې سفر پايله د افغانستان په ګټه او د سولې او ثبات لپاره اغېزمن ثابت شي.
د نوموړي په وينا، افغان پلاوى به له پاکستان څخه وغواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مشخص دريځ غوره کړي.
بلخوا سرچينو ويلي چې افغانستان به ددې سفر پر مهال د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، لومړي وزير نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او پاکستان ته د طالب مشرانو لېست سپاري چې په دغه هېواد کې مېشت دي.
پاکستانيو رسنيو هم د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى ، پاکستان هم ورته پلان لري چې د پاکستانيو طالب مشرانو يو لېست به افغان لوري ته سپاري چې ددوى په ګومان په افغانستان کې مېشت دي.
خو افغانستان د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.
د ولسمشرۍ مرستيال وياند ظفر هاشمي پژواک ته ويلي و ، افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدمات وکړي او په دې برخه کې به د افغانستان د عمل پلان (اېکشن پلان) وړاندې شي.
د يادونې ده، په کابل کې د څو ورځو مخکې خونړيو بريدونو وروسته ولسمشر اشرف غني په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه چې د دې پېښو تر شا د پاکستان لاس دى او ويې ويل چې اوس هم له پاکستان څخه د جګړو پيغامونه راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن