ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو څېړنې د څار کمېټه جوړه شوه

بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو څېړنې د څار کمېټه جوړه شوه

author avatar
13 Aug 2015 - 18:56
بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو څېړنې د څار کمېټه جوړه شوه
author avatar
13 Aug 2015 - 18:56

مزارشريف )پژواک ٢٢ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون په کچه د خبريالانو پر وړاندې د شته ګواښونو او دهغه په اړه د شويو پېښو د څېړنو د څارنې په موخه کمېټه جوړه شوه.

د دغې کمېټې د شتون اعلان د زمري په ۲۲مه، مزارشريف کې پر يوه خبريال د وسله وال بريد پر وړاندې د خبري ناستې په ترڅ کې  وشو.

د دوچيويلې المان پر خبريال او د ارزو تلويزيون د خبرونو وياند عبدالحميد ساپي باندې تېره شپه د مزارشريف ښار او کود برق سيمې پر لويه لاره وسله وال بريد شوی، چې نوموړي ته په کې زيان نه دی اوښتی.

ساپي، چې په مزارشريف ښار کې يې د شمال زون د خبريالانو په ټولنه کې په همدې تړاو په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې تېره شپه له تلويزيون څخه د کور په نيت د کود برق سيمې پر لور روان و، چې د دهدادي ولسوالۍ په سيمه کې يې مخې ته يو موټرسايکل ودرېد، چې دوه پوزپېچي کسان پرې سپاره وو.

نوموړي زياته کړه، يوه يې ده ته د موټر د درېدو اشاره ورکړه؛ خو ده له لږ ځنډ ورو کېدو څخه وروسته موټر تېز کړ او وروسته يې پسې ډزې وکړې.

د هغه په وينا، له دې وروسته يې پوليسو ته خبر ورکړ او هغوی د ځای د کتنې په موخه ور ورسېدل.

ساپي وويل، ده ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتى، خو کرولا موټر يې زيانمن شوی دی.

د نوموړي موټر، چې له خبري ناستې وروسته خبريالانو ته وښودل شو، وروستنۍ ښيښه يې ماته وه او يو نيم ځا پرې د مرميو د لګېدو نښې هم وې.

په ياده خبري ناسته کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور وويل، چې حکومت د خبريالانو د ساتنې په برخه کې پړ دی.

نوموړي زياته کړه، په تېرو څو مياشتو کې په بلخ ولايت کې دوو خبريالانو ژوند له لاسه ورکړی او ځينې يې له بېلا بېلو لارو ګواښل شوي دي.

د هغه په خبره، لا هم د هېڅ خبريال دوسيه نه ده څېړل شوې او رسنيو سره يې هېڅ ډول معلومات نه دي شريک شوي.

په مزارشريف ښار کې د شمال زون د نى دفتر مسوول نوراغا شريفي وويل، د خبريالانو پر وړاندې د شتو ګواښونو او د هغوی د پېښو د دوسيو څېړلو کې بايد حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي چارواکي ګړندي ګامونه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.