اسعد اباد ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د کرنې د پوهنځي او دليليې ودانۍ د زمري په ٢٢مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ددې ودانيو د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزيرې فريده مومند، د کونړ والي ، د ولايتي شورا رييس او يو شمېر نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د لوړو زده کړو له وزېرې وغوښتل چې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
هغه زياته کړه، چې ددې ولايت خلک له زده کړو سره ډېره مينه لري او ددې ولايت ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.
دى وايي چې په دې ولايت کې ١٨٠ زره زده کوونکي چې ٨٠ زره يې نجونې دي ، ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي.
د لوړو زده کړو وزيرې ډاکټرې فريده مومند د ځايي چارواکو د غوښتنو په ځواب کې وويل چې په لومړي قدم کې به ددې ولايت د پوهنتون د نجونو لپاره ليليه او د پوهنتون احاطه او د برېښنا لپاره به يې بېړني اقدامات کوي.
هغهې ژمنه وکړه، چې نور کارونه به هم په تدريجي ډول تر سره کړي.
مېرمن مومند د محصلينو د بورسونو په اړه وويل چې وزارت به يې په ډېره روښانه توګه محصلينو ته بورسونه ورکوي او د هېچا حق به نه تلف کېږي.
نوموړې د نويو پرانيستل شويو پروژو په اړه وويل چې د ليلې ودانۍ په دريېو بلاکونو او دوه پوړونو کې جوړه شوې ، پرې يو نيم ميليونه ډالره لګښت راغلى چې د وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
د هغې په وينا، په دې ليليه کې ١٢٠٠ محصلين ځاييداى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن