ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې اووه نور ملکي وګړي تښتول شوي

په غزني کې اووه نور ملکي وګړي تښتول شوي

author avatar
14 Aug 2015 - 13:29
په غزني کې اووه نور ملکي وګړي تښتول شوي
author avatar
14 Aug 2015 - 13:29

غزني ښار ( پژواک، ٢٣ زمرى ٩٤ ) : ناپېژاندو  وسله والو په غزني ولايت کې اووه تنه نور ملکي وګړي تښتولي دي.

ددې ولايت د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د جاغوريو او قره باغ ولسواليو پر لويه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي په ملکي موټر کې غزني ښار ته روان و، چې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو  وسله والو اووه  ملکي وګړي له موټره ښکته کړي او له ځانه سره يې بيولي دي. 

خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو نهه تنه تښتولي وو، خو وروسته يې يوه مېرمنه او يو سپين ږيرى سړى خوشې کړي دي.

د والي وياند وايي چې دوى د سيمې د قومي مشرانو په مرستې د تښتول شويو کسانو د پيدا کولو هڅې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو وړمه ورځ هم له دې ولايت څخه ١٣ تنه ملکي وګړي تښتولي وو، شفيق ننګ وايي چې له دوى څخه يې دوه تنه په تېښته بريالي شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پرون پژواک ته ويلي و چې د ١٣ تنو په تښتونه کې لاس نه لري.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په غزني ولايت کې دا ډول پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.