ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تحصيل کړي ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو سره يوځاى کېږي

تحصيل کړي ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو سره يوځاى کېږي

author avatar
15 Aug 2015 - 18:49
تحصيل کړي ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو سره يوځاى کېږي
author avatar
15 Aug 2015 - 18:49

کندوز( پژواک،٢٤ زمرى ٩٤): دکندوز ولايت د ځوانانو چارو ادارې مسوولين وايي، چې د کار د نشتوالي له امله په تحصيل کړو ځوانانو کې  يو شمېر يې اړ شوي چې د دولت وسله والو مخالفينو له ليکو سره يوځاى شي.

 د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر عبدالغفور هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل،د وروستيو پنځو کلونو هڅو په پايله کې دوى توانېدلې  چې څه باندې ١٢٠٠ د ليسانس او ماسټرۍ درجې او ١٨ تنه د دکتورا درجې فارغانو ته په دولتي ارګانونو کې کاري موکې رامنځ ته کړي.

 هغه زياته کړه ، يو شمېر ځوانان چې د ځوانانو امريت غړيتوب لري د بې وزلۍ او وزګارتيا له امله اړ شوي چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کړي او دا مهال د وسله والو مخالفينو په ليکو کې په دې ولايت کې فعاليت کوي.

 هغه وويل:" داسې کسان پېژنم چې پرله پسې درې کاله يې د ځوانانو امريت غړيتوب درلود، هغوى له پوهنتون څخه فارغ شوي وو، وروسته له هغه چې زموږ د کار موندلو هڅې هم ناکامې شوې ، اړ شول چې د وسله والو مخالفينو ليکو سره يوځاى شي."

 هغه وويل چې دې کسانو دمګړۍ ددوى رضاکاره پروژې هم له منځه وړې دي او په دې پروژو کې شامل کسان هڅوي څو ددوى ترڅنګ د دولت پرضد وسلې پورته کړي.

هغه ګواښ وکړ، که حکومت د ځوانانو د وزګارتيا کچې په کمولو کې عملي پلانونه ترلاس لاندې ونه نيسي  په دې ولايت کې به د وزګارۍ کچه زياته شي.

 د چهاردرې ولسوالۍ د ځوانانو له  ډلې سيدرحيم وويل  چې دوه کاله وړاندې د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه فارغ شوى ، په دې موده کې چې هرې مرجع ته ورغلى ، نه ده توانېدلى څو دنده ترلاسه کړي.

هغه وويل چې د دندې موندلو په موخه يې د ځوانانو امريت غړيتوب تر لاسه کړ، خو تر اوسه هېڅ اداره نه ده چمتو شوې، څو هغه په ټيټو بستونو کې په دنده وګوماري.

 هغه زياته کړه چې د يوې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرست دى، د کورنۍ لپاره نفقې موندلو دې ته اړ اېستى ، چې هره ورځ د کندوز ښار چوک ته د کار لپار لاړ شي.

يو بل ځوان صبغت الله محمودي هم وويل چې له سختو ستونزو سره مخ دى، حکومت بايد په دې اړه سخت عملي اقدامات تر لاس لاندې ونيسي.

 نوموړى چې د ننګرهار له پوهنتون څخه فارغ شوى له وزګارتيا سره لاس او ګريوان دى پژواک ته يې وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې يې خورا کوښښ کړى څو ددې ولايت په لرې پرتو ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي،خو دا موکه هم ورته نه ده برابره شوې.

 دا ځوان ادعا کوي چې په ادارو کې ټولې څوکۍ او پوستونه د پيسو او واسطې پر مټ ترلاسه کېږي ، چې نوموړى دا امکانات نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.