ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاه شهيد له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د شاه شهيد له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
15 Aug 2015 - 17:22
د شاه شهيد له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
15 Aug 2015 - 17:22

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د کابل ښار د شاه شهيد سيمې له زيانمنو شويو کورنيو سره د ترکيې هېواد له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو خلک دا مرستې کافي نه بولي، بلکې له حکومته د خپلو ويجاړو شويو کورونو د جوړولو غوښتنه کوي.

کابو لس ورځې وړاندې د شپې مهال د شاه شهيد په سياسنګ سيمه کې يوه زوروره خونړۍ چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې ١٥ تنه ووژل شول او کابو ٤٠٠ تنه ټپيان شول؛ دې چاودنې چې د کابل ښار تر ډېرو لرو سيمو پورې غږ واورېدل شو، يو شمېر مارکېټونه او کورونه هم ړنګ کړل.

د دې پېښې مسووليت په رسمي ډول هېچا پر غاړه نه دى اخيستى.

د  کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل د يادې شوې مرستې د وېشلو پرمهال وويل، دا مرسته چې پنځوس ټنه کېږي، د ترکيې هېواد له لوري شوې او د کابل ښار د شاه شهيد سيمې ٥٠٠ زيانمنو شويو کورنيو ته د وېش لړۍ پيل شوه.

هغې زياته کړه، هرې کورنۍ ته ٥٠کيلوګرامه اوړه، ٢٥کيلوګرامه وريجې، پنځه کيلوګرامه غوړي، لس کيلوګرامه بوره او ١٠ کيلوګرامه مکروني ورکړل شول.

خو د يادې سيمې خلک وايي، چې دا مرستې بسنه نه کوي او حکومت بايد ورسره اساسي مرستې وکړي.

د حسيب الله په نوم يو تن چې دا مرستې يې ترلاسه کړي او په ياده شوې پېښه کې يې دوه وروڼه له لاسه ورکړي او د کورنۍ پنځه تنه يې ټپيان شوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مرستې بسنه نه کوي، حکومت دې يې د کور په بيا جوړولو کې مرسته وکړي، ځکه کور يې په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

دغه راز مسعود چې په ياده شوې پېښه کې يې د کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي وايي، دا مرستې يې هېڅ درد نه دوا کوي، ځکه دوى خپل کور له لاسه ورکړى، نو له حکومته غواړي چې کور يې ورته جوړ کړي.

خو د کار او ټولنيزو چارو وزيرې د يادو کسانو د غوښتنې په اړه وويل، حکومت تصميم لري چې د دې سيمې د خلکو ويجاړ شوي کورونه جوړ کړي، خو دا يو څه وخت اړتيا لري او په دې برخه کې حکومت خپله ارزونه پيل کړې ده.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.