ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو افغانانو مړي له ايران څخه نيمروز ته راولېږدول شول

د شپږو افغانانو مړي له ايران څخه نيمروز ته راولېږدول شول

author avatar
15 Aug 2015 - 13:12
د شپږو افغانانو مړي له ايران څخه نيمروز ته راولېږدول شول
author avatar
15 Aug 2015 - 13:12

زرنج(پژوک، ٢٤ زمرى ٩٤): ايران کې په يوه ترافيکي پېښه کې د مړه شوو شپږو افغانانو مړي نيمروز ولايت ته را ولېږدول شول.

 د زرنج ښار اوسېدونکى محمد داوود چې په دې شپږو کسانو کې يې يو د تره زوى دى، نن د شنبې په ورځ (٢٤ زمرى) يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تره زوى يې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له لارې ايران ته لاړ، هغوى ټول ١٢ تنه وو.

دا پېښه هغه مهال رامنتځته شوه چې د ايران د سراوان ښار د لارې په اوږدو کې د ايراني پوليسو تعقيبي ګزمې په نښه کړل، کله چې پوليسو پرې ډزې وکړې نو د ١٢ افغانانو د سپرلۍ موټر له سړک څخه ووت او دا پېښه رامنځته شوه.

 سرچينې وويل چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

محمد داوود پژواک ته وويل چې ددې پېښې د ټپيانو په اړه معلومات نه لري، خو د قربانيانو مړي يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د سراوان په روغتون کې ساتل کېږدل او نن نيمروز ولايت ته ولېږدول شول.

د زرنج ښار دې اوسېدونکي وويل چې دا کسان د کار لپاره ايران ته تللي وو. ده زياته کړه چې که چېرته په افغانستان کې د کار زمينه مساعده وى، نو کورنۍ به هېڅکله هم نه اړ کېدلې چې خپل خپروان ايران او يا نورو هېوادونو ته واستوي.

هغه وويل چې د تره زوى يې محمد نومېده، د کورنۍ سرپرست و او دوه کوچني ماشومان ترې پاتې دي.

د نيمروز د سرحدي پوليسو يوه چارواکي هم له ايران څخه دې ولايت ته د شپږو افغان وګړو د مړو را لېږدولو پخلى وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا شپږ کسان د بغلان، پکتيا، لوګر او پروان اوسېدونکي دي چې د ورېښم پول له لارې نيمروز ولايت ته راوړل شوي دي.

 هغه وويل:(( دا کسان په غير قانوني ډول له نيمروز ولايت څخه پاکستان او بيا ايران ته تللي وو.))

د زرنج ښار د روغتون يوه ډاکټر، سيف الدين پژواک ته وويل چې دې روغتون ته هغه شپږ مړي را  وړل شوي چې ايران کې په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې پنځه مړي يې کورنيو ته سپارل شوي او يو بل لا هم په روغتون کې پاتې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.