ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې تښتول شوي کسان بيرته خوشې شول

په غزني کې تښتول شوي کسان بيرته خوشې شول

author avatar
15 Aug 2015 - 08:46
په غزني کې تښتول شوي کسان بيرته خوشې شول
author avatar
15 Aug 2015 - 08:46

غزني ښار(پژواک،۲۴ زمری ۹۴):د غزني ولايت جاغوريو ولسوالۍ لس تنه تښتول شوي اوسيدونکي تيره شپه بيرته خوشې شول.

د تيرې سه شنبې په ورځ نا معلومو کسانو د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ ١٢ تنه اوسيدونکي د قره باغ ولسوالۍ له مربوطاتو تښتولي و.

په هماغه ورځ له يادو کسانو څخه دوه تنه يي د تښتونکو له منګلو تښتيدلي و خو لس تنه تيره شپه خوشي شوي دي.

دغزني دولایتي شورا  غړى حسن رضا یوسفي د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل : ((  لس ملکي وګړي چې دتیرې سې شنبي په ورځ تښتول شوي وو تیره شپه خپلو کورونو ته ورسیدل.))

يوسفي وويل چې ياد شوي کسان له کومې معاملې پرته خوشي شوي دي خو زياته يي کړه : ((دا څویم ځل ده چې په دې لاره باندي ملکي او نظامي کسان تښتول کیږي، دولت باید په دې لاره کې امنیتي پوستي زیاتي کړي او امنيت يي ټينګ کړي.))

دغزني ولايت ویاند شفیق ننګ پژواک ته وويل چې ددې کسانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او زياته يې کړه، چې تر اوسه له خوشې نه دي خبر.

دجاغوريو ولسوال ظفر شریف هم پژواک ته د يادو کسانو خوشي کيدل تاييد کړل.

هغه وويل چې تيره شپه شاوخوا اته بجې دغه کسان خوشي شوي دي او خپلو کورنو ته رسيدلي دي.

 دګیلان ولسوالۍ اوسیدونکي نورالله پژواک ته وويل: (( څو ورځې وړاندې نا معلومو کسانو لس تنه زموږ کلي ته راوړل خو يواځې د لسو دقيقو لپاره دلته و  بيا بيرته لاړل خو پوه نشوم چې دا څوک و ځکه مخونه يي پټ و.))

دا په داسې حال کې ده چې د تير پنجشنبې په ورځ هم د جاغوريو ولسوالۍ ٧ تنه اوسيدونکي د  نا معلومو کسانو لخوا تښتول شوي دي او تر اوسه يي درک معلوم نه دى.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ياد شوي کسان د طالبانو لخوا نه و تښتول شوي .

د هغه په وينا  طالبانو په دې اړه پلټنې روانې کړي دي ترڅو معلومه کړي چې ياد شوي کسان چا تښتولي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.