ښرنه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٤): د پکتيکا د مرکز ښرنې د ملکي روغتون ډاکټرانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړى او د روغتون دروازه يې د ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د ياد روغتون ډاکټرانو وروسته له هغه پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى چې تېره شپه د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر يوه ډاکټر ته سپکې سپورې وويلې او د دندې د پرېښودو ګواښ يې ورته وکړ.
د ښرني د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر افسرخان سليمانخېل يو ډاکټر ته په روغتون کې سپکې سپورې ويلې دي.
هغه وويل چې د ولايتي شورا د مشر د يادې کړنې په غبرګون کې د روغتون ډاکټرانو پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى او د روغتون دروازه يې د ناروغانو پر مخ تړلې ده.
ده زياته کړه: ((تر هغه به د دغه روغتون ډاکټران د ناروغانو درملنه ونه کړي، تر څو د ولايتي شورا رييس عدلي او قضايي ارګانونو ته نه وي ور پېژندل شوى او زموږ د حقوقو پوښتنه ترې نه وي شوې.))
د ښرنې د روغتيايي شورا مشر حاجي سيدالله پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا رييس له خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته کوي او تېره شپه يې ډاکټران هم ګواښلي دي.
د ياد روغتون مخ ته لسګونه ناروغان راټول شوي وو.
د دغو ناروغانو له ډلې محمد طاهر پژواک ته وويل: ((موږ سهار دلته راغلي يو خو د روغتون دروازه تړلې ده او ډاکټران کار نه کوي.))
د هغه په وينا، که هر څه ژر د روغتون دروازه د ناروغانو پر مخ پرانيستل نه شي ډېر خلک به له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ شي.
د پکتيا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمانخېل په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د دې شورا منشي عزيز ارګوني پژواک ته وويل چې تېره شپه د شورا مشر د خپلوانو د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلى و.
د هغه په وينا، له ډاکټرانو د يو ناروغ د شکايت له امله د شورا مشر يو ډاکټر ګواښلى او سپکې سپورې يي ورته ويلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن