ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال پر  يوشمېر بڼوالو د اوبو لګولو وسايل ووېشل شول

د شمال پر يوشمېر بڼوالو د اوبو لګولو وسايل ووېشل شول

author avatar
16 Aug 2015 - 14:10
د شمال پر  يوشمېر بڼوالو د اوبو لګولو وسايل ووېشل شول
author avatar
16 Aug 2015 - 14:10

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې يې پر بڼوالو  د اوبو لګولو د وسايلو ٣٨٨ سېټونه ووېشل شول.

په دغو سېټونو کې يو پنځه زره لېتره  ټانکر، يو د پمپ پايډل او شپېته متره پايپ شامل دي چې د دغه وزرات د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې (NHLP) له لارې د تېرو اوو ورځو په اوږدو کې وېشل شوي دي.

د دې پروژې همغږي کوونکي احمد فهيم جباري وويل چې د اوبو لګولو ٥٧ سېټونه په بلخ، ٩٦ په جوزجان، ٥٥ په سمنګان، ٨٠ په فارياب او ١٠٠ په سرپل ولايت کې پر هغو بڼوالو وېشل شوي چې ځمکې يې له اوبو بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه چې له دغو سېټونو هر يو ٢٥زره افغانۍ بيه لري چې بڼوالو ته په ٧٥ سلنه تخفيف ورکړل شوي دي.

بڼوال د اوبو لګولو د دغو وسايلو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي.

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الحق وويل چې پخوا يې خپل بڼ د ډېزلي واټرپمپ په وسيله خړوباوه، خو دا چې د تېلو لګښت يې زيات و، نو د تېلو په پيسو يې ډېرې پيسې لګېدلې.

نوموړي زياته کړه، خوښ دى چې اوس له پمپ پايډل نه کار اخلي او د پيسو له ضايع کېدو يې مخنيوى شوى دى.

د سرپل د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي سخيداد هم وويل چې پخوا يې خپل بڼ د ډېزلي واټر پمپ په وسيله اوبه کاوه، خو اوس خوښ دى چې د پايډل او پمپ اوبه په ټانکر کې زېرمه او خپل بڼ له کوم لګښت پرته اوبه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.