ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ واکسين پيل شو

د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ واکسين پيل شو

author avatar
16 Aug 2015 - 20:00
د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ واکسين پيل شو
author avatar
16 Aug 2015 - 20:00

کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٤): په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مني موسم د واکسين د کمپاين لومړي پړاو کې شاوخوا ٩ ميليونو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين او کابو دوو ميليونو ماشومانو ته د ويټامين (A) کپسول ورکول کېږي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز، نن په کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين د مني کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې وويل، د دغه درې ورځني کمپاين لومړى پړاو د هېواد په ټولو ولايتونو کې کور په کور تر سره کېږي.

په دغه پړاو کې، له پنځو کلونو کم شاوخوا نهو ميليونو ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکي واکسين او له ٦څخه تر ٥٩ مياشتو پورې ١،٨ ميليونو ماشومانو ته د ويټامين (A) کپسول ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، د دغه کمپاين لګښت شاوخوا ٣،٧ ميليونه ډالر کېږي، چې د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري ورکول کېږي، چې د کابو ٧٠زرو کارکوونکو او روغتيايي رضاکارانو له لوري به عملي شي.

فېروز همدارنګه وويل: "په وروستيو کلونو کې له تر لاسه شويو پرمختګونو سره-سره بيا هم افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو او د غېږې ماشومانو د ناروغيو او مړينې په لوړه کچه کې ځاى لري."

د عامې روغتيا ياد چارواکي، د پوليو په بشپړ ډول له منځه وړلو لپاره د عالمانو، قومي مشرانو، ملا امامانو او سيمه ييزو چارواکو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

فيروز له ميندو او پلرونو څخه په غوښتنې وويل: "ستاسو له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ان که ويده وي او يا خداى ناخواسته ناروغان هم وي او يا هم نوي زېږېدلي ماشومان او مېلمانه وي، هغو رضاکارانو ته چې په همدې موخه ستاسو د کورونو تر شا راځي، حاضر کړئ، څو په دغه ناروغۍ باندې له اخته کېدو مخنيوى وشي."

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو پربنسټ، د ٢٠١٥زېږديز کال له پيل راهيسې د ګوزڼ ازوه مثبتې پېښې چې يوه پېښه يې په هلمند، ٤ په فراه، يوه پېښه يې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ او يوه پېښه هم د ننګرهار په ولايت کې ثبت شوې ده.

هغه وويل، افغانستان، پاکستان او نايجيريا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې تر اوسه پورې په کې د پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دى تللى.

دا په داسې حال کې ده، چې په ختيځو ولايتونو کې ٢٧زره ماشومان د ناامنيو له امله د ګوزڼ له واکسين پاتې شوي دي.

ورته مهال د عامې روغتيا وزارت د بې کيفيته غذايي توکو د راټولولو او له منځه وړلو په موخه، نن د کابل په کچه د ښار د اتمې ناحيې له اړوندو سيمو کمپاين پيل کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.