ښرنه (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې په سلګونو تنو د جنرال حميدګل په مړينه خوښي څرګنده کړه او دا ورځ يې په ډولونو بدرګه کړه.
جنرال حميدګل د پاکستان د استخباراتو ادارې پخوانى مشر پرون د يوې مغزي سکتې له امله ساه ورکړه.
دغه د خوښۍ مراسم، نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو پيل او تر درېيو بجو پورې يې دوام وکړ.لاريون کوونکو د خپلو خوښيو ترڅنګ د (مړ دې وي پاکستان) شعارونه له ځان سره لېږدول او د افغان ځواکونو د ملاتړ نارې يې وهلې.
د دې مراسمو يوه برخه وال محمدالله په خپلو خبرو کې وويل: ((د جنرال حميدګل مړينه د افغانانو په ګټه دی، ځکه هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د افغانستان په وړاندې خنډونه جوړول او زموږ په هېواد کې يې جګړو ته لمن وهله.))
ده زياته کړه، که چېرته پاکستان د افغانستان د سولې، امنيت او نورو برخو کې د زړه له کومې کار ونه کړي، افغانان به د هر پاکستاني مشر په مړينه خوښي څرګندوي، ځکه په روانو ناخوالو کې د دوی مستقيم لاس دی.
همدارنګه د دې مراسمو يوه بل ګډونوال ګلاخان وويل، چې پاکستان دې نور خپل دوه مخی سياست پرېږدي او په رښتيني ډول دې د افغانستان په ارامۍ کې کار وکړي.
د هغه په وينا،د پکتيکا خلک د افغان ځواکونو تر شا ولاړ دي او تل به له خپلو ځواکونو سره د هر هغه چا چې په دې هېواد کې ناامني ته لمن وهي، پر وړاندې به يې جدي مبارزه وکړي.
جنرال حميدګل چې له ١٩٨٧ کال څخه تر ١٩٨٩ کال پورې د پاکستان د استخباراتو ادارې رياست او د افغانستان په اړه د دغه هېواد پېچلي سياستونه پر غاړه درلودل، پرون د يوې مغزي سکتې له امله مړ شوى دى.
دغه پاکستانى جنرال چې د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې او له وسله والو طالبانو څخه په ملاتړ تورن و، په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د افغانستان د قضيې په اړه له بي بي سي سره د مرکې پر مهال ويلي و: "امريکا له تاريخ سره يو شوه، کرزى له تاريخ سره تړلى. راتلونکى د طالبانو دى."
حميدګل د پاکستان په سياستونو کې يو اغېزناک شخص و، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د يرغل پر مهال د افغانستان له مجاهدينو سره نږدې اړيکې درلودې او له هغوى يې ملاتړ کاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن