زرنج (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): ځيني خلک ادعا کوي چې د چټک غبرګون قطعې يو افسر د نيمروز د والي د زوى له خوا وژل شوى، خو والي د دغه افسر د وژنې د پخلي تر څنګ وايي چې زوى يې په دې قضيه کې لاس نه لري.
د نيمروز يوه اوسېدونکي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د والي کاروان له زرنج څخه چهار برجک ولسوالۍ ته د کمال خان بند او د خلکو د وضعيت ارزولو لپاره روان وو چې د چټک غبرګون قطعې موټر د والي د زوى له موټره مخکې شو.
د سرچينې په خبره، په همدې وخت کې د والي زوى له موټره راښکته شو او د چټک غبرګون قطعې افسر يې د مخکې کېدو په سبب پر ډزو وواژه.
دغه اوسېدونکي زياته کړه، دا خبرې يو شمېر هغو پوليسو په خپل منځ کې کولې چې ولايتي روغتون ته يې د افسر مړى لېږداوو.
د نيمروز په امنيې قوماندانۍ کې د چټک غبرګون قطعې يوه افسر وويل، د دايکنډي ولايت اوسېدونکى او د دې قطعې افسر نوروزعلي د والي د زوى محمد عارف له موټر نه مخکې شو چې په همدې وخت کې د والي زوى له موټره را ښکته شو، هغه يې پر ډزو ټپي کړ او وروسته يې په ولايتي روغتون کې ساه ورکړه.
د نيمروز د والي سکرتر محمديونس د دې پېښې پخلى وکړ چې دا افسر د نيمروز د والي انجنير سميع په کاروان کې د ښکېلو کسانو د نښتې پر مهال وژل شوى، خو د والي زوى په قضيه کې ښکېل نه دى.
هغه پژواک ته وويل: ((ځينې کړۍ او کسان چې د والي د تخريب هڅه کوي، غواړي چې د والي زوى هم په دې قضيه کې را ښکېل کړي. د والي زوى په کاروان کې و، خو په قضيه کې ښکېل نه دى.))
د والي سکرتر زياته کړه، د پېښې د څېړنې لپاره يې يو کمېسيون ټاکلى او تر اوسه د قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
امنيتي چارواکي له پرله پسې اړيکو وروسته هم تر اوسه په دې اړه غلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن