ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پر وړاندې د کرکې يو ورځنى کمپاين ترسره شو

د پاکستان پر وړاندې د کرکې يو ورځنى کمپاين ترسره شو

author avatar
17 Aug 2015 - 17:18
د پاکستان پر وړاندې د کرکې يو ورځنى کمپاين ترسره شو
author avatar
17 Aug 2015 - 17:18

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د بدلون او اصلاح شبکې د پاکستان پر وړاندې د کابل ښاريانو د تنظيم په کمپاين کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو درولو غوښتنه وکړه، د پاکستان پر وړاندې يې د امريکا او ناټو پر دريځونو هم کلکه نيوکه وکړه.

د دې شبکې لسګونه کسان نن په دوولس ټونس موټرو کې په کابل  ښار کې ګرځېدل او ويل يې چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او په افغانستان کې د نا امنيو او جګړو په دوام کې لاس لري.

هغوى  د "پاکستان قاتل دى، دوستي ورسره باطله ده"، پاکستان زموږ وينو ته ناست دى، طالبان وينې تويوي"، خلک له لوږې مري، امريکا چوپه پاتې ده" او داسې نور شعارونه ورکول.

همداراز هغوى د پاکستان پر وړاندې د حکومت پر غبرګون هم نيوکه وکړه او د حکومت له مشرانو يې وغوښتل څو خپلمنځي اختلافات لري کړي او د ملي ګټو په فکر کې وي.

د بدلون او اصلاح شبکې د مشرتابه شورا غړي سيدميثم احساني د دغه يو ورځني کمپاين موخه د پاکستان د کړنو پر وړاندې د کرکې او نفرت څرګندول په ګوته کړل او ويې ويل چې دا شبکه غواړي څو د کمپاين په ترسره کولو د پاکستان د جنايتونو پر وړاندې خلک منظم کړي.

هغه زياته کړه چې دا شبکه د کابل ښار په مختلفو برخو کې د کمپاينونو په جوړولو سره له خلکو سره مرکې کوي څو د پاکستان پر ضد ژمنتيا ولري.

نوموړي وويل: "امنيتي وضعيت له هره اړخه په خرابېدو دى، د پاکستان جنايتونه زيات شوي دي، د سولې خبرې اترې له ماتې سره مخ دي او د حکومت مشرانو ترمنځ ځيني اختلافات د دې لامل شوي څو يو شمېر مسايل له پام څخه وغورځېږي."

احساني زياته کړه چې د هېواد اقتصاد صفر ته رسېدلى دى او د وسله والو مخالفينو بريدونه مخ په زياتېدو دي.

هغه وويل چې په هېواد کې د نا امنيو زياتېدل، په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه څرګندوي؛ ځکه پاکستان د افغان دولت  د وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي.

نوموړي غوښتنه وکړه څو د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاکرات ودروي او  بيا کتنه پرې وشي تر هغه چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سياست روښانه شي.

احساني د افغان دولت  له ملي امنيت او نورو اړوند ارګانونو وغوښتل کوم کسان چې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو په تور نيول کېږي ، افشا کړي او پر سختو مجازاتو يې محکوم کړي څو نورو ته د عبرت درس شي.

نوموړي په کابل  او نورو ولايتونو کې د وروستيو خونړيو بريدونو په مناسبت د پنځه ورځني وير د اعلان غوښتنه وکړه او له ولسمشره يې وغوښتل څو د پاکستان پر وړاندې روښانه دريځ خپل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.