ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کابل بانک د پيسو نږدې نيمايي برخه بېرته تر لاسه شوې”

“د کابل بانک د پيسو نږدې نيمايي برخه بېرته تر لاسه شوې”

author avatar
17 Aug 2015 - 18:36
“د کابل بانک د پيسو نږدې نيمايي برخه بېرته تر لاسه شوې”
author avatar
17 Aug 2015 - 18:36

کابل(پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): لويې څارنوالۍ اعلان وکړ چې  د کابل بانک د پورونو او لوټل شوو پيسو څخه څه باندې ٤٨٠ ميليونه ډالر بېرته تر لاسه شوي او تر اوسه په قضيه  کې د ښکېلو کسانو له ډلې څه باندې ٥٠  تنه نيول شوي .

 د لويې څارنوالۍ سرپرست نورحبيب جلال دا موضوع نن ددې بنسټ د عالي شورا په ناسته کې څرګنده کړه.

دده په خبره، تر اوسه د پوليسو په همکارۍ د کابل بانک په قضيه کې د ٢٢٧ پوروړو او تورنو له ډلې څه باندې ٥٠ تنه نيول شوي او د نورو تورنو د نيولو هڅې هم روانې دي.

 د جلال د معلوماتو له مخې، د کابل بانک له شتمنيو څخه تر اوسه پورې ٤٨٠ ميليونه ډالر نغذي پيسې او نغذو پيسو معادل جايدادونه ترلاسه شوي دي.

د لويې څارنوالۍ سرپرست ددې بانک د ټولو پور کړو او ټولو پيسو پر بېرته تر لاسه کولو د ټينګار تر څنګ څرګنده کړه چې دې ادارې اوس اوس ددې بانک د تصفيې مديرت د دوو کارکوونکو د رشوت اخيستلو د تور  دوه دوسيې محکمې ته استولې دي.

دې بنسټ تېره مياشت اعلان وکړ چې د کابل بانک د پوروړو له ډلې ١٥٥ کسان چې خپل پورونه نه دي ورکړي، ممنوع الخروج اعلان شوي، جايدادونه يې د دولت له لوري ضبط شوي او د جلب امر يې هم صادر شوى دى.

کابل بانک د ١٣٨٩ لمريز کال په تله مياشت کې له دېوالي کېدو سره مخ شو، مرکزي بانک اعلان وکړ چې له دې بانک نه په سلګونو ميليونه ډالر په غير قانوني ډول وېستل شوي او وروسته له دولتي ملاتړ برخمن شو او نوم يې په نوي کابلبانک واوښت.

 د باخبره سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د کابل بانک ٩٨٧ ميليونه ډالر په پور ورکړل شوي او يا هم لوټل شوي دي.

اوسمهال د کابل بانک ځينې ستر چارواکي لکه ددې بانک عامل مشر شيرخان فرنود او د بانک اجرايي مشر خليل الله فيروزي د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوي او په زندان کې دي.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.