ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې اورلګېدنې د يوې کورنۍ لس غړي مړه کړي

هرات کې اورلګېدنې د يوې کورنۍ لس غړي مړه کړي

author avatar
17 Aug 2015 - 10:36
هرات کې اورلګېدنې د يوې کورنۍ لس غړي مړه کړي
author avatar
17 Aug 2015 - 10:36

هرات ښار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د هرات په ښار کې د اورلګېدنې له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد شفيق شېرزي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار د پنځمې ناحيې د منارونو په سيمه کې په يوه کور کې اور لګېدلى و.

د هغه په وينا، د اورلګېدنې له امله د يادې کورنۍ لس غړي وژل شوي چې درې ماشومان، څلور مېرمنې او درې ځوانان دي.

هغه زياته کړه: ((د اورلګېدنې لامل معلوم نه دى او له بېګاه نه تر اوسه چې دا خلک دلته راوړل شوي دي، د خپلوانو په نوم يې څوک پوښتنې ته هم نه دي راغلي.))

دغه راز د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه.

هغه وويل چې په دې کور کې دوو وروڼو ژوند کاوه چې د اورلګېدنې له امله يې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې تر اورلګېدنې وروسته اطفائيه سيمې ته ورغلې خو تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل معلوم نه دى.

خو د يادې کورنۍ يوې ګاونډۍ انيسا پژواک ته وويل: (( تېره شپه شاوخوا درې بجې زموږ ګاونډيان د ګاز د نيونې له امله وژل شوي دي.))

هغې وويل چې د يادې کورنۍ يوولس تنه مړه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.