ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د سرحدي پوليسو څلور سرتېري وژل شوي

هرات کې د سرحدي پوليسو څلور سرتېري وژل شوي

author avatar
17 Aug 2015 - 17:10
هرات کې د سرحدي پوليسو څلور سرتېري وژل شوي
author avatar
17 Aug 2015 - 17:10

هرات (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): هرات کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې د طالبانو د بريد په پايله کې څلور سرتېري وژل شوي او دغه راز په ياد ولايت کې د ترهګريزو بريدونو په تور شپږ کسان نيول شوي دي.

د لوېديځ زون ارکان مشر ګلبدين الکوزي، نن (د زمري ٢٦ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون شپه د هرات د ګلران ولسوالۍ د "چاه تخته" په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: "طالبانو پر پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې د سرحدي پوليسو څلور سرتېري ووژل شول او دوه نور يې له طالبانو سره يو ځاى شول."

الکوزي څرګنده کړه، چې په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

ورته مهال د هرات د ګلران ولسوال حاجي اسدالله نورزايي پژواک ته وويل چې د چاه تخته سيمه د ولسوالۍ له مرکز لرې پرته ده او دغه سميه له ايران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

هغه زياته کړه: " دوه مياشتې وړاندې په ياده سيمه کې سرحدي پوليسو پوسته جوړه کړه، په دغه پوستې کې شپږ کسان و، چې د سلګونه طالبانو په منځ کې دغه شپږ کسان څه کولى شي!"

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان د هېواد د لوېديځې حوزې په سرحدي سيمو کې د امنيتي پوستو د وضعيت د څېړلو په موخه؛ هرات ولايت ته سفر کړى دى.

د يوه بل خبر له مخې، هرات ولايت کې د ترهګريزو بريدونو په تور شپږ کسان نيول شوي دي.

د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه کسان پرون شپه د انجيل ولسوالۍ له اړونده سيمې او د هرات ښار له اوومې ناحيې نيول شوي او له هغوى څلور ميله تومانچې هم تر لاسه شوې دي.

هغه وويل: " نن شپه درې ترهګر له دريو ايټاليوي تومانچو سره د انجيل په ولسوالۍ او درې نور په اوومه حوزه کې له يوې امريکايي تومانچې سره نيول شوي دي."

روزي څرګنده کړه، چې امنيتي ځواکونو له يادو کسانو يو کرولا موټر هم نيولى دى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.