لښکرګاه (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې پنځه پوليس په خپله پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار اړوند د سور ګودر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، د يادې سيمې په يوه پوسته کې نن سهار پنځه پوليس مړه موندل شوي چې په چړو او تبرونو وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ګومان کېږي چې دا پوليس لومړى مسموم شوي او بيا وروسته وژل شوي دي.
دغې امنيتي سرچينې وويل چې د پوليسو تر وژل کېدو وروسته قاتلينو د هغوى وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود اشنا پژواک اژانس ته وويل چې دوى له يادې پېښې خبر شوي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ياده پوسته کې دوو نفوذي طالبانو د قوماندان په ګډون اووه پوليس وژلي دي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ په دوو پېښو کې په دغه ولايت کې ١٢ پوليس د خپلو ملګرو له خوا وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن