ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې يوه المانۍښځه وتښتول شوه

کابل ښار کې يوه المانۍښځه وتښتول شوه

author avatar
17 Aug 2015 - 10:54
کابل ښار کې يوه المانۍښځه وتښتول شوه
author avatar
17 Aug 2015 - 10:54

لومړى تعقيب – کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۹۴) : ناپېژاندو وسله والو نن له غرمې مخکې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د قلعه فتح الله له سيمې يوه  بهرنۍ مېرمن وتښتوله.

د ۱۱۹ پوليس مشر سمونوال محمد همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو دغه مېرمن  نن (د زمري ٢٦مه ) د کابل ښار له قلعه فتح الله څخه تښتولې ده.

دی وايي، دا مېرمن  د المان هېواد اوسېدونکې ده چې د المان د مالي او تخنيکي مرستو ادارې (GIZ)  په موسسه کې يې دنده ترسره کوله.

عيني زياتوي، په دې اړه يې هڅې پيل کړې او کره معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

د پېښې په ځاى کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا المانۍ مېرمن د کابل ښار د تايمي اووم سړک کې د خپل دفتر په لس مترۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا برمته شوې ده.

د تايمني د اووم سړک يوه هټيوال پژواک ته وويل: ((په هټۍ کې وم چې غږ پورته شو، يو کس يې برمته کړ، کله چې ور ووتم، دوو وسله والو د هايلکس موټر ښېښې ماتې کړې، د موټر دروازې يې خلاصې کړې او دا مېرمن يې په  ٢٠٠٠ ماډل کرولا  موټر کې له ځان سره  يوړه.))

هغه وويل چې دا پېښه يې له نږدې ليدلې او کله چې دې مېرمنې چيغې وهلې، نو يوه تښتوونکي يې خوله په رومال کلکه ور وتړله، څو چې غږ يې غلى شي.

دغه عيني شاهد وويل ، کله چې د (GIZ) دفتر ساتونکي د دې مېرمنې په غالمغال تر اورېدو وروسته د پېښې ځاى ته ورسېدل، نو تښتوونکي له له ساحې وتلي وو.

سره له دې چې د کابل امنيې قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر او د څلورمې امنيتي حوزې چارواکي په ساحه کې حاضر وو، خو د دې پېښې په اړه يې رسنيو ته هېڅ معلومات ورنه کړل.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.