کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): يو افغان پوځي افسر چې اسټراليا ته د پوځي روزنې په موخه استول شوى و، نادرکه شوى دى.
اسټراليايي رسنيو د زمري په ٢٧مه د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړى،چې دغه افغان پوځي افسر د وروستي ځل لپاره د زمري په ٩مه د خپلې استوګني په هوټل کې ليدل شوى و.
سرچينې زياته کړې چې نوموړى افغان پوځي افسر د اسياد نظامي قوانينو په مرکز کې د پوځي روزنې ترلاسه کولو په موخه اسټراليا ته لېږل شوى و.
د اسټراليا د دفاع وزارت ويلي چې نوموړي د زمري په ١٩مه له هوټل څخه د خپلو دوستانو د لېدلو په موخه وتلى او بېرته نه دى راستون شوى.
سرچينې زياته کړې چې دوى په دې برخه کې پوليس، د افغانستان سفارت او د اسټرليا د کډوالو سرحدي چارو وزارت ته خبر ورکړ ى دى.
د اسټراليا د دفاع وزارت دمګړۍ په دې اړه څه نه دي ويلي چې ګواکې ياد افغان افسر د پناه غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې اوس دوى ته د دغه افسر ژوند مهم دى.
د يادونې ده، تر دې مخکې په جرمني، امريکا، کاناډا او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې چې د روزنې لپاره لېږل شوي افغان پوځي افسران او سرتېري په اړوندو هېوادونو کې پناه اخيستې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن