ميدانښار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د کابل – ميدان وردګو پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال ميدانښار ته نږدې د کوتل په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د عامه ساتنې د پوليسو بار وړونکی موټر کابل او له کابل څخه کرولا ډوله موټر غزني ته پر لاره وو چې کوتل ته څېرمه سيمه سره وجنګېدل.
خوږياڼى وايي چې په دې پېښه کې په کرولا موټر کې ناست ۴ مسافر مړه شوي دي.
د والي وياند وويل چې د پېښې د رامنځته کېدو د لامل د معلومولو په موخه څېړنې پيل شوې دي.
يوې بلې امنيتې سرچينې پژواک ته وويل چې د عامه ساتنې ياد موټر تر پېښې وروسته د کابل پر لوري تښتېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن