ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج کوونکو د لېږد بهير سبا پيلېږي

د حج کوونکو د لېږد بهير سبا پيلېږي

author avatar
18 Aug 2015 - 18:43
د حج کوونکو د لېږد بهير سبا پيلېږي
author avatar
18 Aug 2015 - 18:43

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې بيت الله شريف ته د زيارتکوونکو د لېږد بهير له افغانستانه سعودي عربستان ته سبا پيل کېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني د اريانا افغان هوايي شرکت له مشر سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې سږ کال په ټوليز ډول  ٢٤ زره زيارتکوونکي له افغانستانه د حج ادا کولو په موخه عربستان ته استول کېږي.

هغه وويل چې دا شمېر زيارتکوونکي د کابل، کندهار، هرات او مزارشريف له هوايي ډګرونو د اريانا دولتي هوايي شرکت له لوري سعودى ته لېږدول کېږي.

عثماني وويل چې د زيارتکوونکو د لېږد بهير په ٢٣ ورځو کې ترسره کېږي او د پلان له مخې د ورځې تر زرو کسانو پورې سعودي عربستان ته لېږدول کېږي.

وزير په دې ناسته کې سږ کال  زيارتکوونکو ته د لېږد په بهير کې د اسانتياوو رامنځ ته کولو خبر هم ورکړ.

هغه وويل چې  په افغاني مېنو برابر درى وخته با کيفيته خواړه، د زم زم اوبه،  د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د لېږد لپاره د غوره ترانسپورتي امکاناتو برابرول، هغه نوې اسانتياوې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت افغان زيارتکوونکو لپاره په پام کې نيولې دي.

ياد وزير وويل، ټاکل شوې سږ کال ٢٤زره  زيارتکوونکي له افغانستان څخه عربستان ته ولېږدول شي چې ١٢ زره زايرين به په مستقيم ډول له کابل څخه مدينې منورې او ١٢ زره نور به د سعودي جدې ته ولېږدول شي، په مکه معظمه او مدينه منوره کې به ورته د روغتيا، استوګنې او ترانسپورت غوره امکانات برابر شي.

د هغه په وينا، د زيارتکوونکو په لګښتونو کې چې د هوټلونواو موټرو کرايي او قرباني په کې شامل دي، درى ميليونه ډالر او د الوتکې ټکټ  او د تګ را تګ په برخه کې اووه ميليونه ډالر کمښت رامنځ ته شوى دى.

عثماني وويل چې سږ کال د هر زيارتکوونکي لګښت له ٢٧٠٠ ډالرو څخه ٢٤٥٠ ډالرو ته راټيټ شوى دى چې د الوتکې ټکټ او درى وخته خواړه په کې شامل دي او د هېواد مارکېټ کې د افغانيو  ارزښت ساتلو لپاره ټاکل شوې چې له زيارتکوونکو څخه دويم قسط پيسې افغانۍ ترلاسه کړي.

عثماني زياته کړه چې افغان زيارتکوونکو لپاره يې حرم شريف ته څېرمه ٢٤ ودانۍ چې پلى مزل ورته  له ١٥ -  ٢٠ دقيقې دى او په موټر کې له لسو دقيقو څخه لږ دى، په درى ستوريز او څلور ستوريزو هوټلونو کې په کرايه نيول شوې دي.

د يادونې ده، تېر کال هم ٢٤ زره افغانان سعودي ته د حج اداکولو لپاره تللي وو.

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر داوود شريفي وويل چې عربستان ته د زيارت کوونکو د لېږد لپاره  بشپړ چمتووالى لري او ډاډ يې ورکړ چې د زيارتکوونکو لېږد په بهير کې به هېڅ راز ځنډ او ځنډ را نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.