ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د کليزې مراسم بايد په شانداره بڼه تر سره کړو”

“د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د کليزې مراسم بايد په شانداره بڼه تر سره کړو”

author avatar
18 Aug 2015 - 20:33
“د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د کليزې مراسم بايد په شانداره بڼه تر سره کړو”
author avatar
18 Aug 2015 - 20:33

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٤): د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ٩٦مې کليزې د رارسېدو په مناسبت د کابل ښار او د ډېر شمېر افغانانو د فېسبوک پاڼې د ملي بيرغ په انځور ښکلې شوې او ځينو يې د هېواد د ازادۍ په اړه په ټولنيزو شبکو کې خپل احساسات څرګند کړي دي.

د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه په ١٨٣٩زېږديز کال، دويمه جګړه په ١٨٨٠ او درېيمه يې په ١٩١٩ کال کې تر سره شوې، چې له هغه وروسته د ١٢٩٨ لمريز کال د زمري مياشتې په ٢٨مه، انګراېزان د افغانستان د خپلواکۍ د تړون لاسليک ته اړ شول.

نن (د زمري ٢٧ مه) د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د شپږ نويمې کليزې يوه ورځ وړاندې په کابل ښار کې ملي بيرغونه اوچت شوي او ترڅنګ يې د فېسبوک ډېرى کاروونکو هم د امان الله خان او د انګرېزانو پر وړاندې د افغان مبارزه کوونکو انځورونه په خپلو فېسبوک پاڼو باندې لګولي دي.

دوى د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو په اړه نورو افغانانو ته مبارکي ويلې او د يادې ورځې په اړه يې خپل احساسات څرګند کړي دي.

د کابل يوه اوسېدونکي محمد يونس مهرين د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په اړه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "ازادي يوه ډېره باارزښته او ګران بيه کلمه ده، خو کاشکې دغه کلمه په يوه غږ او له تشويش پرته زموږ په ذهنونو کې وى، ځکه د وحشت او جګړې دوام د يادې سپېڅلې کلمې مفهوم او معنا زموږ په څېر هېواد کې تر پوښتنې لاندې راولي."

ناهيد بشردوست د خپل فېسبوک پر پاڼه ليکلي: "د هېواد د خپلواکۍ د ٩٦ کليزې جشن په اړه د زړه له کومې ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايم. راشئ له دې وروسته د يوه افغان په توګه له هېواد څخه د دفاع په موخه سره يو شو، څو د دښمن پر وړاندې يو ځواکمن سوک واوسو، هېڅ افغان هم بايد بل افغان په دې او هغه نوم سپک نه کړو."

د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "افغان غيرتي ملت له خپلې ازادۍ او خپلواکۍ همېشه دفاع کړې ده. د خپلواکۍ لپاره جګړې، د مشروطيت هڅې او سختې مبارزې  د افغانستان په نوم د هېواد رامنځته کېدو لامل شوي."

د ډاکټر نجيب بارکزي په نوم يوه بل کس په خپله فېسبوک پاڼه کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ورځ د افغانستان په تاريخ کې يوه ستره ورځ بللې ده.

هغه ليکلي: "د نړۍ په تاريخ کې هم يوه ځانګړې ورځ شمېرل کېږي، ځکه افغانستان لومړنى هېواد و، له انګرېزانو څخه چې لمر يې پر ځمکه باندې نه ډوبېده، خپله بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. افغانستان همدا  اوس هم خپلواکي لري او ازاد دى، په دې کې کوم شک نشته."

بارکزي زياته کړې: ((تاسې پوهېږئ چې همدا اوس امريکا په څه باندې سلو هېوادونو کې پوځي حضور لري او پوځي اډې يې فعالې دي، خو هغه هېوادونه بيا هم خپلواک او ځواکمن دي او خپل ځان اشغال شوى نه بولي. دا د ايران او مذهبي بنسټ پالو تبليغات دي چې د خپل تحجر له حاکميت پرته ټول شيان رټل شوي شمېري.))

د فېسبوک يوه بل کاروونکي نصرت الله احمدي بيا په خپله فېسبوک پاڼه کې د خپل ماشومتوب د وخت د ژړا تصوير اوچت کړى او د جزئياتو له ورکړې پرته يې پرې ليکلي: ((دا څنګه ازادي ده چې زما پلار يې زموږ په کور کې شهيد کړ.))

د دې ټولنيزې شبکې يوه بل کاروونکي نقيب سالار ليکلي: ((له ازادۍ سره زياته مينه لرم، خو له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې ازادي نشته، د زمري په ٢٨ مه مو خپلواکي واخيسته، خو له بدغه مرغه چې ومو نه شوى ساتلى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.